• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوې څېړنه: اومیګا په ښځو کې د الزایمر ناروغۍ خطر کموي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۱

په برتانیا کې د دوو پوهنتونو کویین مري او کینګز کالج ګډه څېړنه ښيي، چې د اومیګا غوړ اسیدونه د الزایمر ناروغۍ پر وړاندې د ښځو ساتنه کوي. دغه نوې خپره شوې څېړنه ښيي، په هغو ښځو کې چې الزایمر لري، د غېر اشباع شوي غوړ کچه په څرګنده توګه کمه شوې ده.

د عصبي علومو متخصص او د دې څېړنې لومړی لیکوال ډاکټر اَسګِر رِټلینډ چې د څېړنې مشري یې هم کوله، وویل: «مخکې ثابته شوې وه چې د الزایمر ناروغۍ خپرېدل په ښځو کې د نارینه وو په پرتله ډېر دی. موږ په دې څېړنه کې وکولای شو د غوړو اسیدونو له امله پر ښځو او نارینه وو د اغېزو توپیر وښیو او همدارنګه د اومیګا لرونکو غوړو اسیدونو د اهمیت څرګندونه وکړو، چې په وینه کې د الزایمر لرونکو ښځو لپاره ډېر مهم دي.»
غوړ اسیدونه یا لیپیډونه د غوړیو د ترکیباتو یوه پراخه ډله ده چې په بدن کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کوي؛ دغه لیپیډونه د حجروي پردې برخه جوړوي او د دې په کنټرول کې مرسته کوي چې څه شی حجرو ته داخلېږي او څه شی له هغو څخه بهر کېږي.
د انرژۍ تولید او ذخیره، د ویټامینونو جذب او د هورمونونو جوړول د لیپیډونو له نورو دندو څخه دي. غوړ، کلسټرول، اسټرییډونه او غوړ اسیدونه لکه اومیګا۳ او اومیګا۶ د لیپیډونو ډولونه ګڼل کېږي.
هغه په ټینګار سره وویل، چې د دې موضوع دقیق ثابتول لا هم نورو څېړنو ته اړتیا لري او همداراز یې زیاته کړه: «دا موندنه نوې او د پام وړ ده او تر دې مخکې داسې موضوع نه وه څېړل شوې. اوس موږ دا څېړو چې د ښځو د اشباع شویو غوړو د کچې بدلون له کوم عمر څخه پیلېږي.»
په دې څېړنه کې ګډون لرونکو ساینسپوهانو په یوه بیان کې چې د ډاکټر رِټلینډ په لاسلیک دی، لیکلي: «په دې څېړنه کې مو د ۸۴۱ الزایمر لرونکو ناروغانو د وینې پلازما نمونو کې د مغز د التهاب او زیانونو تحلیل وکړ او د وینې په منځ کې موجود ۷۰۰ ډوله لیپیډي مالیکولونه مو طبقه‌بندي کړل.»
دغه بیان دوام ورکوي: «په پایله کې مو ولیدل چې په الزایمر اخته ښځینه ناروغانو کې د وینې ناسالم اشباع شوي لیپیډونه د کنټرول ګروپ په پرتله په څرګنده توګه زیات شوي دي.»
د دې بیان پر بنسټ، اشباع شوي غوړ چې په محصولاتو لکه پنیر، کُوچ او حیواني غوړیو کې په لوړه کچه موندل کېږي، بد او ناسالم غوړ ګڼل کېږي.
د دې پروړاندې بیا غېر اشباع شوي غوړ چې په خوړو لکه مغز، زیتون، زیاتره کب، هګۍ، د چیا تخم، د کتان تخم او اواکادو کې موندل کېږي، په عمومي ډول سالم ګڼل کېږي. ځینې غېر اشباع شوي غوړ د اومیګا غوړ اسیدونه لري.
ډاکټره کریستینا لګېدو-کوییګلي چې په دې څېړنه کې ګډون لرونکې څېړونکې ده، وویل: «موږ له دې مطالعې دا نتیجه اخلو چې ښځې باید ډاډ ترلاسه کړي چې د خپلې غذایي رژیم یا د اضافي توکو له لارې د اومیګا لرونکي غوړ اسیدونه ترلاسه کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال اټکل کېږي چې شاوخوا ۵۵ میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې د یو ډول دماغي زوال ناروغۍ سره مخ دي، چې ډېره برخه یې د الزایمر ناروغان جوړوي. له هرو درېیو زوال دماغ لرونکو کسانو دوه یې ښځې دي.

ډېر لیدل شوي

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي
۱

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۲

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۳

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې

۴

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۵

د ایران جګړه؛ ټرمپ د افغانستان د جګړې په څېر پر پخوانۍ لار روان دی