طالبان وايي، چې د ملي ټولنو ‎نړۍوال فډراسیون ورسره د ستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي ژمنه کړې

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د ملي ټولنو نړۍوال فډراسیون ورسره ژمنه کړې چې له ستنېدونکو کډوالو سره به مرستې او په دې برخه کې به له افغاني سرې میاشتې سره همکاري کوي.