په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل بریدونو کې ۷۵ کسان وژل شوي دي

د غزې د روغتیا وزارت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې نور کسان د لوږې له امله مړه شوي او د لوږې د قربانیانو ټول شمېر ۳۰۳ تنو ته رسېدلی دی. هممهاله، لږ تر لږه ۷۵ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.




