اسټرالیا په تهران کې خپل سفارت وتاړه

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي تازه اعلان کړی، چې له خپل هېواده یې د ایران سفیر شړلی او په تهران کې یې د اسټرالیا سفارت هم تړلی دی. اسټرالیا دغه اقدام د یهودو پرضد په دوو بریدونو کې د ایران د لاس لرلو په غبرګون کړی دی.