طالبان وايي، روغتیايي خدمتونه باید له سیاست جلا وي

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې روغتیايي خدمتونه باید له سیاست څخه جلا وي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې روغتیايي خدمتونه باید له سیاست څخه جلا وي.
دغه طالب چارواکي که څه هم په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي؛ خو ویلي یې دي چې د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر همدا راز په افغانستان کې د روغتیايي نظام د پیاوړتیا نړۍوالې مرستې هم مهمې بللې دي.
په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان استازي محمد سعید بیا د عامې روغتیا په برخه کې د افغانانو د لاسنیوي په برخه کې ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانانو بیا د افغانستان انټرنشنل په ګډون له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې په روغتیايي نظام د پراخو ستونزو او ننګونو په اړه شکایتونه کړي دي.


یوشمېر افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په تورخم کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په تازه مېوو او سبزیو بار شاوخوا ۴۰۰موټرونه بند پاتې دي. افغان سوداګر زیاتوي:« پاکستاني چارواکي په شعوري ډول موټرونه په ځنډ سکېن کوي، چې له امله یې مېوې او سبزي خوسا کېږي.»
دغه سوداګر وایي، د دغه مېوو او سبزیو ډېره برخه اوس خوسا شوې ده چې له امله یې دوی ته لوی زیان اوښتی دی.
یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو برخې ته ویلي:« پاکستاني چارواکو په تورخم کې زموږ په تازه مېوو او سبریو بار شاوخوا ۴۰۰ موټرونه درولي، چې د دې ځنډ له امله راته لوی زیان اوښتی دی.»
دغه سوداګر وايي، پاکستان دا کار په شعوري ډول کوي او د دوی موټر په ځنډ سکېن کوي. د هغه په وینا؛ تر دې وړاندې پاکستان ته ورتلونکی یو موټر له پنځو تر دوولسو دقیقو پورې سکېن کېده او پاکستان ته به اوښته؛ خو اوس د یوه موټر سکېن کول یو ساعت وخت نيسي.
سوداګر زیاتوي، چې په تورخم کې تر دې اوږده ځنډ وروسته دوی اړ دي چې په پاکستان کې خپلې مېوې او سبزي په تاوان وپلوري.
دغه سوداګر د طالبانو حکومت ته هم ګوته نيسي او زیاتوي، چې په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې نهدي کړې او دغه ستونزه یې نهده حل کړې.
افغان سوداګر وايي، پاکستاني چارواکي د افغانستان د مېوو او سبزیو رسېدو پر مهال په بېلابېلو پلمو خپلې لارې بندوي او د افغانستان د صادراتو مخه نیسي.
په دې ۴۰۰ موټرو کې انګور، رومیان او پیاز بار دي، چې اوس یې ډېره برخه خوسا شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د هغو ۱۳ امریکايي سرتېرو د څلورم تلین په مراسمو کې ګډون وکړ، چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د وتلو پر مهال وژل شوي وو. ټرمپ د وژل شویو سرتېرو د درناوي په اړه یو فرمان هم لاسلیک کړ.
اې پي خبري اژانس سېشنبه (د وږي ۴مه) لیکلي، چې ټرمپ د قربانیانو د شاوخوا ۳۵ خپلوانو په مخکې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن ته ګوته ونیوله او د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې ۲۶مې نېټې پېښه یې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو «احمقانه» ورځ وبلله.
په دې برید کې د کابل هوايي ډګر (ابي ګېټ) مخې ته تر ۱۰۰ډېر افغانان هم وژل شوي وو.
د بایډن ادارې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو هغه مهالوېش عملي کاوه، چې د ټرمپ پخوانۍ ادارې له طالبانو سره ټاکلی و. د ۲۰۲۲کال یو راپور څرګنده کړه، چې د دواړو حکومتونو پرېکړو د افغان پوځ نسکورېدو او طالبانو د واکمنۍ لامل شوې.
دا پېښه اوس هم په امریکا کې د سیاسي لانجو یوه برخه ده. تېر کال په اوارلینګټن ملي هدیره کې د دغه پېښې د یاد مراسم جنجالي شول.

په هرات ولایت کې ځايي سرچینې وایي، چې وړمه شپه یو کس د دغه ښار د باغنظرګاه په سیمه کې خپله مور، مېرمن او لور په چړې وژلې او وروسته تښتېدلی دی. په قربانیانو کې یوه ۱۱ کلنه ماشومه هم شامله ده.
د وژل شویو کسانو د ګاونډي په وینا؛ تر دې پېښې مخکې د کورنۍ د غړو تر منځ لفظي شخړه شوې وه.
که څه هم پر دې پېښې تر ۲۴ ساعتونو ډېر وخت اوښتی؛ خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي او نه هم د قاتل په اړه څه ویل شوي دي.
وژل شوي کسان پرون په هرات ښار کې خاورو ته وسپارل شول.
په روان کال (غبرګولي میاشت) کې هم د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې یو کس خپله مېرمن، مور او پلار وژلي وو. طالبانو هغه وخت ویلي وو، چې د پېښې عامل نیول شوی دی.

د برېتانیا د ښي اړخي «رفرم یوکي» ګوند مشر نایجل فراج وايي، که واک ته ورسېږي غواړي چې له افغانستان او اریتریا سره د کډوالو د بېرته ستنولو تړونونه وکړي او همداراز به د کډوالو د اېستلو لپاره ورځنۍ الوتنې تنظیم کړي.
فراج دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د برېتانیا حکومت د دوشنبې په ورځ د خپرو شویو رسمي معلوماتو له مخې ویلي، چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه «۲۸ زره او ۷۶» کډوال د وړو بېړیو له لارې د مانش کانال څخه برېتانیا ته رسېدلي دي.
دا شمېر د ۲۰۲۴کال د همدې مودې په پرتله «۴۶سلنه» زیاتوالی ښيي او د لومړي وزیر کېير سټارمر پر حکومت د کډوالۍ په اړه نوی فشار زیاتوي.
د کډوالو یاد شمېر د یکشنبې په ورځ د ریکارډ کچې ته ورسېد، کله چې «۲۱۲ کسان» په څلورو بېلابېلو بېړیو کې برېتانیا ته ننوتل.
دا په داسې حال کې ده، چې په همدې ورځ بیا په دغه هېواد کې د کډوالۍ پر ضد پراخ لاریونونه هم وشول. دغو لاریونونو تر هغه وروسته زور واخیست، چې یوې محکمې په ایپینګ سیمه کې د یوه هوټل د خالي کولو پرېکړه وکړه چې پناه غوښتونکي پکې مېشت وو.
د کارګر ګوند حکومت ژمنه کړې، چې تر ۲۰۲۹کال پورې د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو لپاره د هوټلونو کارول بند کړي او د پناه غوښتنې بهیر ته اساسي بدلون ورکړي.
تېره ورځ حکومت اعلان وکړ، چې د استیناف بهیر به ګړندی کړي او د شاوخوا ۱۰۰زره ځنډول شویو دوسیو د حل لپاره به اقدامات وکړي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې «یویټ کوپر» ویلي، چې دغه اصلاحات به د هغه سیسټم د بیا رغولو هڅه وي، چې اوس په بشپړ ګډوډي کې دی.
خو بلخوا بیا نایجل فراج د «ډله ییز اېستلو» پر پلان ټینګار کوي. د هغه وړاندیزونو کې د برېتانیا د اروپايي بشري حقونو له کنوانسیون څخه وتل، د پناه غوښتنو بندول او د ۲۴زره کسانو د ساتلو لپاره د توقیف مرکزونو جوړول شامل دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې سرپرست نورالدین ترابي له «اکتید» موسسې سره د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال له موسسو وغوښتل، چې خپل اداري لګښتونه راکم کړي ترڅو ورسره ډېر کسان د مرستو تر پوښښ لاندې راشي.
نورالدین ترابي د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) د اکتید نړۍوالې موسسې له عمومي رييس هنس جوهانس سره په کتنه کې وویل، افغانان په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري او زیاته یې کړه: «له موسسو غواړو چې د خپلو اداري لګښتونو کچه راکمه کړي او له مرستو د ګټې اخیستونکو شمېر زیات کړي.»
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د اکتید نړۍوالې موسسې عمومي رييس هنس جوهانس په دې کتنه کې ژمنه وکړه، چې په دې هوکړه کې به هېڅ ډول ناغیړي ونه کړي او دا به په شفاف ډول او پر وخت عملي کړي.
تر دې مخکې هم پر نړۍوالو مرستندویه بنسټونو ګڼې نیوکې شوي چې د مرستو ډېره برخه د لوړو معاشونو په ګډون پر خپلو اداري چارو لګوي او د مرسته شویو لږه برخه تر اړمنو کسانو رسول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د لاسلیک شوې هوکړې له مخې چې ټول ارزښت یې څه باندې یو میلیون او ۷۷ زره ډالرو ته رسېږي، اکتید موسسه به په بلخ، تخار، کندوز، بغلان او ننګرهار ولایتونو کې د هغو ۱۰۰۰ کورنیو لپاره چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي او دمګړی د خوړو له نشتوالي سره مخ دي، د دوو کلونو په ترڅ کې په لومړي کال کې پر ۵۰۰ کورنیو او په دویم کال کې پر پاتې۵۰۰ کورنیو هرې کورنۍ ته ۳۰۰ډالره نغدي مرستې ووېشي.

له دې سربېره به یاده موسسه له تمویل کوونکو سره د معلوماتو شریکولو لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د ارزونې، خوراکي توکو ته د خلکو د لاسرسي د معلومولو، له مرستندویه موسسو او په ځانګړې توګه له اوچا سره د بېړنیو حالاتو پر مهال د مرستو د همغږۍ د پروسې پیاوړتیا، د څارنیزو فعالیتونو ترسره کولو، له نورو ادارو سره یې شریکول او د بشري مرستو په پلان کې د ځای پرځای کولو لپاره د بېړنیو اړتیاوو ارزونه او له خطر سره د مخ سیمو تثبیتولو په تړاو هم کار وکړي.