په اسلاماباد کې د طالبانو سفیر د پاکستان له ځانګړي استازي سره کتلي

په اسلاماباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب وايي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره یې د افغانانو د ویزو د ستونزو، افغان کډوالو او دوه اړخیزې سوداګرۍ په تړاو خبرې کړې دي.
احمد شکیب د سې شنبې په ورځ وویل، چې د دې لیدنې پر مهال دواړه لوري د افغانانو د ویزو د ستونزو، د افغان کډوالو او محصلینو اندېښنو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او ځینو نورو مسایلو په اړه غږیدلي دي.