ځيره راواستوئ خیر یوسئ!

طالب: (د کور په دروازه کې په لوړ اواز) ځيره راواستوئ خیر یوسئ!
طالب: (د کور په دروازه کې په لوړ اواز) ځيره راواستوئ خیر یوسئ!
بوډۍ: (له ځانه سره په قهر) ته ودرېږه چې زه ورشم.
طالب: (په بې صبرۍ دروازه ټکوي او تر پخوا په لوړ اواز) ځيره راواستوئ خیر یوسئ.
بوډۍ: (په قهر) صبر وکړه درغلم، په سترګو ړوند شې دروازه دې ماته کړه (دروازه خلاصوي) څه شی غواړې؟
طالب: (په مړو سترګو او ټيټ اواز) ځيره غواړم.
بوډۍ: (په قهر) د وږي زامنو اوس باید تاسې موږ ته ډوډۍ راکوله، تاسې تر اوسه هم ځيرې ټولوئ؟
طالب: نو موږ پيسې له کومه کړو؟
بوډۍ: درې و څلور ودونه په څه شي کوئ؟ اوس پاچهان یاست، له پاچهانو سره خیرات ټولول نه ښايي، پاچهان خلکو ته ډوډۍ ورکوي.
طالب: (په حیرانۍ) څه شی؟ موږ تاسې ته ډوډۍ درکړو؟
بوډۍ: (په قهر) حکومت چې غریب ته ډوډۍ ور نه کړي، د کونډې او یتیم پوښتنه و نه کړي، څوک یې څه په بلا وهي؟ ارواوږو تاسې که پاچهان سئ بیا مو هم نس زموږ د غاړي دی.
طالب: نو د رزق وعده خو خدای کړې ده، ستاسې رزق په طالب پورې څه اړه لري؟
بوډۍ: (په قهر) نو چې د رزق وعده خدای کړې ده، ستاسې د رزق وعده ما کړې ده؟ تاسې هم ورشئ له خدایه رزق وغواړئ! پرون مې هم درته وویل، چې ډوډۍ مو نه ده پخه کړې ته لکه سپين سترګی مچ بیا راغلې.
طالب: ادې رښتیا مو ډوډۍ نه ده پخه کړې؟
بوډۍ: (په ژیړغوندي اواز) ډوډۍ له کومه شوه، یوه میاشت کېږي چې پاکستان راشړلي یو، دا کنډواله کور د بل دی، کونډه ښځه یمه، کوچني یتیمان راپاتې دي، یو ځوان زوی لرم هغه ته کار نه ورپیدا کېږي، خدای مو دا سپېره حکومت ورک کړه.
طالب: څه شی زموږ حکومت سپېره دی؟
بوډۍ: خود سپېره دی، چې تاسې راغلي یاست روزي اسمان ته ختلې ده، بېکارۍ او غريبۍ په کور کې اتڼ راته اچولی دی، د خدای یو قهر تاسې یاست او بل یې وچکالي ده، ورځه ورک شه چې بیا را نه شې، متل دی وايي د سلو کالو وږی په سلو کالو نه مړېږي.
(بوډۍ په قهر د کور دروازه تړي)
یادونه:
د پښتو په ځينو لهجو کې ځیرې ته وظیفه وايي.