په پښتونخوا کې د وسلهوالو نښتو له کبله ۸ کسان وژل شوي دي

په خیبر پښتونخوا کې د وسلهوالو نښتو له کبله ۸ کسان وژل شوي دي. د راپورونو پربنسټ؛ په دغه وسلهوالو نښتو کې چې د پښتونخوا په دېر، باجوړ، هنګو او ځینو نورو سیمو کې شوې دي؛ پنځه پولیس او درې ولسي وګړي وژل شوي دي.