• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خېبر پښتونخوا کې ۸ وسله‌وال او پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۵۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د کوز دیر چارواکو ویلي چې درې ورځې وړاندې یې په یاده سیمه کې د ګډو عملیاتو په پایله کې د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) اته وسله‌وال وژلي چې د ۵ تنو جسدونه موندل شوي او د پاتې جسدونو لټون روان دی. دغه راز په دغه ایالت کې پنځه پاکستاني سرتېري هم وژل شوي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، په هنګو کې پر یوه سرحدي پوسته برید کې ۲امنیتي سرتېري او ۲ وسله‌وال ووژل شول.

په بر دیر او کوز دیر کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او د تحریک طالبان پاکستان د وسله‌والو ترمنځ سختې جګړې شوې چې پکې ۵ بریدګر وژل شوي او ۷ پولیس ټپیان شوي دي.

په لجبوک دره سیمه کې وسله‌والو د پولیسو څو موټر سوځولي دی.

تحریک طالبان پاکستان د دغو بریدونو انځورونه په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په شمالي وزیرستان کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې دوه کسان وژل شوي دي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۱

په شمالي وزیرستان کې ځايي سرچینې وايي، برید تېره شپه د برڅي خېل کلي اړوند سیمه کې شوی چې له کبله یې یو دوه کلن ماشوم او یوه مېرمنه وژل شوې ده.

دا چې دغه برید پر چا او د کومې موخې لپاره شوی؛ په دې تړاو لاتراوسه څه نه‌دي ویل شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي زکیم خان وزیر هم پر اېکس پاڼه د وژل شوي ماشوم د انځور په خپرولو سره ویلي، چې دغه برید د پاکستان د پوځ له لوري شوی دی.

نوموړي همدا راز ادعا کړې، چې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له لوري په ورته بریدونو کې د وژل شویو ماشومانو شمېر لسګونو ته رسېدلی.

هغه همدا راز ویلي، چې د برید په غبرګون کې د سیمې خلکو اعتراض هم کړی.

په پښتونخوا کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۱۳ کسان مړه شوي دي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۳۵ GMT+۱

په پښتونخوا کې د طبیعي پېښو د مدیرت ادارې ویلي، چې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۱۳ کسان مړه او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ د روانې اګسټ میاشتې له ۱۵مې نېټې راهیسې په پښتونخوا کې ۴۰۹ کسان مړه او ۲۵۱ نور ټپیان شوي دي.

ځایي چارواکي وايي، چې د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله د برېښنا رسولو چارې ټکنۍ شوې، عامه تاسیساتو ته زیان رسېدلی او زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د معلوماتو پربنسټ؛ د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله په پاکستان کې د مړو شمېر ۷۸۸ ته رسېدلی دی.

خېبر پښتونخوا؛ چارواکي ادعا لري، چې له افغانستانه یې طرحه شوی ترهګریز پلان شنډ کړی

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۰ GMT+۱

پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې له افغانستانه خېبر پښتونخوا ایالت کې ځايي امنیتي ادارو د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو له لوري په پاکستان کې د طرحه شوي یو ترهګریز برید پلان شنډ کړی. راپور وایي، په ځانګړو عملیاتو کې ۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

د لوړپوړو امنیتي چارواکو په وینا؛ شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې استخباراتي سرچینو ورسره معلومات شریک کړي وو، چې د خېبر پښتونخوا ایالت د دېر ولسوالۍ اړوند پر ډیورنډ کرښه د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو یوه ډله سره راټولېږي او ځايي امنیتي ادارو دغه راټولېدنې ته بشپړ پلان چمتو کړی و.

د پاکستاني چارواکو په خبره؛ د یکشنبې په سهار د ترهګرۍ ضد ادارې، د ولسوالۍ پولیسو، د چټک غبرګون ځواک او ځانګړې قطعې په ګډون د دېر په دو بندو، بریکوټ، سلام کوټ او اتندره سیمو کې پوځي عملیات ترسره شول. د معلوماتو له مخې؛ وسله‌والو سره یې سخته نښته کړې او په پایله کې یې ۵ وسله‌وال وژلي دي.

د وسله‌والو له ډلې د یوه کس مړی د پاکستاني عسکرو لاس ته ورغلی دی. همدا راز ویل شوي، چې یاده جګړه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۷ پولیس هم ټپیان شوي دي. د خېبر پښتوخوا ایالت د پولیسو لوی قوماندان ذولفقار حمید ویلي: «موږ خبر وو، چې ترهګر نیت لري دېر ته ننوځي. زموږ ځواکونو په هوښیارۍ سره د هغوی هڅې شنډې کړې.»

د راپور له مخې؛ په سیمه کې د پلټنو او چاڼیز عملیات لا هم روان دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ترهګرو موجودیت بشپړه توګه له منځه ولاړ شي. هم‌مهاله په باجوړ او د خېبر پښتونخوا نورو سیمو کې هم د «ټي‌ټي‌پي» خلاف د پاکستاني پوځیانو او امنیتي ادارو عملیات چټک شوي دي. د دغو عملیاتو له کبله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې او ان قرباني شوې دي.

د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي شکایتونه کوي، چې د جګړې اړخونه د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه نه‌کوي او هره ورځ عام کسان په نښه کېږي. پاکستان هم‌مهاله ادعا لري، چې په خېبر پښتونخوا کې د «ټي‌ټي‌پي» د پراخو فعالیتونو لامل په افغانستان کې دوی ته ورکړل شوي پناه ځایونه دي. که څه هم اسلام‌اباد په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د «ټي‌ټي‌پي» دغه پټنځایونه له‌منځه یوسي؛ خو ښکاري چې دغه غوښتنو باندې چندان غوږ نه‌دی ګرول شوی.

د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ اوس‌مهال د مخالفتونو او ټکرونو ښکاره ټکی همدا د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو پر سر دی.

په دیره اسماعیل خان کې د سېلابونو له امله ۸ کسان مړه شوي او ۵۲ ټپیان دي

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان ولسوالۍ کې تېره شپه د سختو سېلابونو له امله ۸ کسان مړه شوي او له ۵۲ زیات کسان ټپیان شوي دي. د ولسوالۍ د روغتون یوه مسوول عمیر په وینا، ۴۵ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د دیره اسماعیل خان مرستیال ولسوال سید ارسلان وايي چې د مالي زیانونو د ارزونې لپاره ډلې ګومارل شوې دي او سروې روانه ده.

په انځورونو کې ښکاري چې د سېلانونو له امله کورونه وېجاړ شوي دي.

بل لور ته د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور امر کړی، چې د زیانونو سملاسي ارزونه وشي.

په شمالي وزیرستان کې د لوبو سامان په ډول بم چاودنه کې دوه ماشومان ټپيان شول

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۵۲ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې د لوبو سامان په ډول بم چاودنه کې دوه ماشومان ټپيان شوي دي. ډان ورځپاڼې د پولیسو په حواله ویلي چې چاودنه د «سیدجلال چېکپواینټ» ته نږدې په یوه کور کې شوې ده.

ویل کېږي چې ماشومانو په دې سامان ډوله بم لوبې کولې. ټپيان شوي ماشومان یو یې ۸ او بل یې ۶ کاله عمر لري او سره وروڼه دي. دوی د درملنې لپارهد میرامشاه روغتون ته وړل شوي دي.

د روغتون چارواکي وايي، چې د دواړو ماشومانو روغتيايي وضعیت ښه دی. د راپور له مخې، تر پېښې وروسته پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او سيمه یې محاصره کړې ده.

لومړنۍ پلټنې ښيي چې د لوبو د سامان په ډول جوړ شوی بم یا خو په نامعلوم ځای کې غورځول شوی او یا ماشومانو د لوبو لپاره کور ته وړی و.