نړیوالو بازارونو ته د هرات د تازه مېوو صادرات د تېر کال په پرتله زیات شوي

د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د هرات د تازه میوو صادراتو کچه د تېر کال په نسبت زیاته شوې ده. دغه دفتر وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د صادراتو کچه۵۴۴ټنه او ۷۲۲کیلو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې یوازې ۷۲ټنه وه.