طالبان وايي، چې له یوه کمکي افغان فوټبالر سره مرسته کوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ریاست مسوولینو له یوه کمکي افغان فوټبالر سیزر هاروني سره کتلي او د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ریاست مسوولینو له یوه کمکي افغان فوټبالر سیزر هاروني سره کتلي او د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.
په وروستیو څو ورځو کې د دغه لس کلن افغان فوټبالر لنډه ویډیو چې پهکې د فوټبال جالب حرکتونه کوي او خپل مهارت ښيي، په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېده.
سیزر هارون چې د افغانستان د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی وايي، هیله لري چې له مسلکي روزنې وروسته په نړۍوالو لوبو کې د افغانستان ښه استازولي وکړي.
وړاندې د یو بل افغان تنکي ځوان محمد عثمان ویډیو هم په خواله رسنیو کې ډېره مشهوره شوه، چې نوموړي پهکې خپل مهارتونه ښودلي وو.