طالبانو په غور او لوګر ولایتونو کې د ۴ ښځو په ګډون ۹ کسان په دُرو وهلي او زنداني کړي دي

طالبانو په غور او لوګر ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۹ کسان «د زنا او له کور څخه د تېښتې» په تور په عام محضر کې له ۲۰ تر ۳۹ دُرو وهلي دي.
طالبانو په غور او لوګر ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۹ کسان «د زنا او له کور څخه د تېښتې» په تور په عام محضر کې له ۲۰ تر ۳۹ دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) د دوو جلا-جلا خپرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې له دې ډلې د درېیو ښځو په ګډون ۷ کسان د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د زنا او له کور څخه د تېښتې په تور په عام محضر کې له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد شمېر کسان له شپږو میاشتو تر دوو کلونو په تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.
ویل کېږي، چې پر یادو کسانو تعزیري حکم د دغه ولایت په ورزشي لوبغالي کې عملي شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې بیا په یوې بلې خبرپاڼه کې ویلي، چې یادې ډلې د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې دوه کسان له کور څخه د تېښتې په تور په عام محضر کې په ۲۰-۲۰ دُرو وهلي او دغه راز یې پر یو-یو کال تنفیذي بند محکوم کړي دي.
طالبانو ویلي، چې دغو کسانو ته یې د طالب ولایتي مشرانو، د قضا اړوند مسوولینو او عامو خلکو په حضور کې سزاوې ورکړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې بیا څو ورځې وړاندې له طالبانو غوښتي، چې د بشري حقونو نړۍوال قانون ته درناوی وکړي او باید سملاسي بدني سزاګانې پای ته ورسوي.
یاد سازمان زیاتوي، چې دا بدني سزاګانې د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د نامناسبې پروسې، قانوني حل لارو او مرستې په نه موجودیت کې ترسره کېږي.
دوی پر طالبانو غږ کړی، چې باید سملاسي د بدني سزا جرمي عمل پای ته ورسوي او د بشري حقونو نړۍوال قانون ته درناوی وکړي.