د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی

د خوست په سپېره ولسوالۍ کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د دې ولسوالۍ په سورکاخ کلي کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی، چې په پایله کې یې دوه تنه ماشومان وژل شوي او شپږ کسان ټپیان دي.