‏ طالبانو د هلمند په بهرامچې کې زرګونه لیټره تېل او ۱۲ قاچاق وړونکي نیولي

د طالبانو سرحدي ځواکونه وايي، د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې یې د څه باندې ۳۰ زره لیټرو غیرقانوني تیلو د قاچاق مخنیوی کړی. د طالبانو په وینا، ددغه قاچاق په تور ۱۲ تنه هم نیول شوي چې څېړنې ترې روانې دي.