• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکټ بورډ د ایرلنډ پخوانی لوبغاړی جان موني د ډګر ساتنې روزونکی ګومارلی

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ، چې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر جان موني یې د افغان ملي لوبډلې د ډګر ساتنې د نوي روزونکي او استرالیايی نیرملان تنابالزینګم یې د ملي لوبډلې د نوي فزیوتراپېسټ په توګه ګومارلي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ وویل، چې دواړه نوي روزونکي د افغان ملي لوبډلې له تمریناتي کمپ سره یوځای شوي او په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې به هم له لوبډلې سره مل وي.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې جان موني د ایرلنډ ملي لوبډلې په ګټه ۹۱ نړیوالې سیالۍ کړې دي او د یو ورځینو نړیوالو سیالیو په درې نړیوالو جامونو او د شل اوریزو سیالیو په دوو نړیوالو جامونو کې د یاد هېواد په ګټه لوبېدلی دی.

همدارنګه افغان کرېکټ بورډ د جان موني په اړه ویلي، چې هغه د بریټانیا کرېکټ بورډ له خوا د روزنې درېیمه، دویمه او لومړۍ درجه کورسونه په بریالیتوب سره بشپړ کړي دي.

جان موني په ۲۰۱۸ – ۲۰۱۹ کلونو کې هم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ډګر ساتنې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده او په ۲۰۱۹ کال کې د وېسټ انډیز ملي لوبډلې د ډګر ساتنې روزونکی هم پاتې شوی دی.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې نیرملان تنابالازینګم هم پیاوړې تحصیلي او مسلکي مخینه لري او نوموړي په ۲۰۱۰ کال کې د استرالیا له سیډني پوهنتون څخه د فیزیوتراپۍ په برخه کې ماسټري کړې او د استرالیا د فزیوتراپۍ ادارې او د استرالیا د فزیوتراپۍ ټولنې فعال غړی هم دی.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې نیرملان هم د خپل مسلکي ژوند په اوږد کې له ګڼو ملي او نړیوالو لوبډلو او روزشي ادارو سره د کار کولو غوره تجربه لري.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

۵
ځانګړی

د افغان طالبانو پر وړاندې د پاکستان د ځينې مذهبي ډلو او علماوو نظر بدل شوی

•
•
•

نور کیسې

د کافا جام سیالۍ؛ افغانستان له ایران، هند او تاجکستان سره لوبېږي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۰ GMT+۱

د مرکزي اسیا د اتلولۍ په کافا جام سیالیو کې چې تر راتلونکو دوو ورځو (د اګسټ په ۲۹مه) د تاجکستان په کوربه‌توب پیلېږي؛ لومړۍ لوبه یې د افغانستان او ایران د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ ده.

یاده لوبه به د تاجکستان په ځایي وخت مازیګر مهال پیل شي. د مرکزي اسیا د اتلولۍ په فوټبال جام سیالیو کې افغانستان په بي ګروپ کې له ایران، تاجکستان او هند سره لوبې لري.

د یادو سیالیو وروستي پړاوونه «پای‌لوبه او نیمه پای‌لوبه» به په روانې وږي میاشت کې په تاجکستان او ازبکستان کې ترسره شي.

ازبکستان لوبډلې بیا د کافا جام فوټبال سیالیو تېر پړاو اتلولي هم په خپل نوم کړې وه.

طالبان وايي، چې له یوه کمکي افغان فوټبالر سره مرسته کوي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۴ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ریاست مسوولینو له یوه کمکي افغان فوټبالر سیزر هاروني سره کتلي او د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.

په وروستیو څو ورځو کې د دغه لس کلن افغان فوټبالر لنډه ویډیو چې په‌کې د فوټبال جالب حرکتونه کوي او خپل مهارت ښيي، په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېده.

سیزر هارون چې د افغانستان د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی وايي، هیله لري چې له مسلکي روزنې وروسته په نړۍوالو لوبو کې د افغانستان ښه استازولي وکړي.

وړاندې د یو بل افغان تنکي ځوان محمد عثمان ویډیو هم په خواله رسنیو کې ډېره مشهوره شوه، چې نوموړي په‌کې خپل مهارتونه ښودلي وو.

د کابل په کچه د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۱ GMT+۱

د المپيک، بدني روزنې او د ورزش عمومي رياست اړوند د لامبو وهنې ملي فدراسيون له لوري د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، له کابل ولايت څخه پکې ۱۲۰ لامبو وهونکو ګډون کړی و، چې په پايله کې د ياد ولايت په کچه ۲۵ لامبو وهونکي د دغه ولايت د لامبو وهنې لوبډلې لپاره وټاکل شول‌.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې به د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د لامبو وهنې ملي لوبډلې ته د لار موندنې او له هېواد څخه بهر د سياليو په موخه ټاکنيزې سيالۍ وشي او په پايله کې به د هېواد په کچه د لامبو وهنې ملي لوبډلې لپاره سيالۍ ترسره کېږي.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د کابل اړوند په امو لامبو وهنې حوض کې ترسره شوې، يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره لامبو وهونکو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

100%

باز محمد مبارز په لومړي ځل په موی ټای سیالۍ کې خپل بحریني سیال ته ماتې ورکړه

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۳۵ GMT+۱

د افغانستان د ازادو مبارزاتو لوبغاړي باز محمد مبارز د لومړي ځل لپاره په موی ټای څانګه کې نن ماخوستن د سیالۍ ډګر ته ښکته شو او خپل ایران الاصل بحریني سیال ته یې ماتې ورکړه.

د باز محمد مبارز دغه سیالۍ د ټایلند په پوکېټ ښار کې د دوشنبې په شپه (د وږي ۳مه) په درېیو ۳ دقیقه يي پړاونو کې ترسر شو او بالاخره یې خپل ایران الاصل بحریني مصطفی ته ماتې ورکړه او د سیالۍ ګټونکی شو.

100%

ویل کېږي، چې ایران الاصله بحرینی مصطفی په اصل کې د موی ټای لوبغاړی دی خو په دې سپورټي څانګه کې د باز محمد مبارز لومړنۍ سیالۍ وه چې ترسره یې کړه او بریا یې هم په خپل نوم کړه.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته طالبانو د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۸مه په هېواد کې د ازادو مبارزاتو سیالۍ منع کړې دي. طالبانو لامل یې په دغو سیالیو کې د شرعي ستونزو موجودیت په ګوته کړ.

د فرانسې په ورزشي سیالیو کې دوو افغان ورزشکارانو د ښځو د ملاتړ په موخه ګډون کړی دی

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۱۸ GMT+۱

دغه سیالۍ چې په فرانسه کې د بېلابیلو ورزشي رشتو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې، زکي وطن دوست او مرتضی احمدي په‌کې د افغانستان په استازولۍ او د ښځو د ملاتړ په موخه ګډون کړی دی.

وطن دوست د لامبو او مرتضي د چټکې ځغاستې په برخه کې سیالۍ کړې دي.

زکي وطن دوست او مرتضي احمدي د ګڼو مینه‌والو په منځ کې یو نیم کیلو مټره لامبو او د لس کیلو مټره ځغاستې سیالۍ په شور او ځوږ ترسره کړې.

زکي وطن دوست تر دې وړاندې هم د افغان مېرمنو د ملاتړ په موخه په بېلابېلو سیاليو کې ګډون کړی دی.

100%
100%