په ننګرهار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې دي.
دغه ریاست پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د یادو سیالیو په پرانیست غونډه کې د ځايي مسوولینو سربېره، ورزشکارانو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی و.
ځايي مسولینو ویلي، چې یاده سیالي د ستنېدونکو کډوالو د هرکلي په موخه کېږي. د دغه سیالیو په لومړنۍ لوبه کې تورخم سټار لوبډلې د ایمان دوست لوبډلې ته ماته ورکړه.