هند له روسیې څخه په کمه بیه د تېلو د پېرولو له کبله ۱۷مېلیارده ډالر ګټه کړې ده

هندي چارواکي وايي، که څه هم هند له روسیې څخه په کمه بیه د تېلو په پېرولو کې ډېره ګټه کړې؛ خو د امریکا تازه تعرفو دغه ګټه له ګواښ سره مخ کړې ده. د دغه چارواکو په وینا؛ د امریکا د ۵۰سلنې تعرفې له کبله ښایي روان کال د ۳۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د هندي توکو په صادراتو کې کموالی راشي.




