د ایران د کلتوري چارو وزیر: له افغانستان سره د کلتوري همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوو

د ایران د کلتور او ارشاد وزیر سید عباس صالحی ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د کلتوري اړیکو او ګډو همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

د ایران د کلتور او ارشاد وزیر سید عباس صالحی ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د کلتوري اړیکو او ګډو همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه د ګډو تاریخي او کلتوري ریښو له امله کولای شي د هنر، ادبیاتو او علمي تبادلو په برخه کې پراخې همکارۍ ولري.
صالحی ټینګار کړی، چې د ایران کلتوري بنسټونه به د افغان کلتوري او هنري فعالانو د طرحو او پروژو هرکلی وکړي او د دې اړیکو د لا ژورتیا لپاره به هڅې روانې وساتي.
د نوموړي په وینا، کلتوري همکارۍ کولای شي چې د ولسونو ترمنځ د متقابل درک او دوستۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې همدا څو ورځې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او په کابل کې د ایران سفارت د ابو علي سینا بلخي چې د تاریخ له سترو علمي شخصیتونو څخه شمېرل کېږي، په خپرو شویو پیغامونو کې د هغه د نوم ترڅنګ د «بلخي» د تخلص له لیکلو ډډه وکړه، چې د افغانانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

طالبانو د پروان ولایت په «هوفیان شریف» سیمه کې د تاریخي اثارو د اېستلو په تړاو د یوې پنځه کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړ.
د پروان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شویو کسانو په یوې حویلۍ کې په پټه د ۱۵ مترو په ژوروالي او نږدې ۱۰۰ مترو په اوږدوالي تونل کېندلی و، څو تاریخي اثارو ته ورسېږي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.
د پروان ولایت د مرکز «هوفیان شریف» سیمه له درې زره کلونو ډېر تاریخي مخینه لري او هغه مهال ته ورګرځي چې یوناني قومونه په دې سیمه کې مېشت وو.
د پروان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی او د هغوی دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیریت او د اقتصادي جرمونو امریت د امنیتي پرسونل تر کار لاندې دي. ټاکل شوې ده، چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنباییوا بیا نن د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې ډاډ ورکړی.
اوتنباییوا زیاته کړې، چې د افغانستان ملي موزیم او ملي ارشیف د افغانستان د تاریخ او فرهنګ سترې پانګې دي او نړۍوال بنسټونه په ځانګړي ډول یونسکو به یې د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د تاریخي اثارو د ساتنې ټینګار په داسې حال کې کېږي، چې له کلونو راهیسې د یو شمېر کړیو له خوا تاریخي اثارو تر اېستلو وروسته ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون (USCIRF) په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې شوی او دا ارزښت په بشپړ ډول منځه تللی دی.
یاد کمېسیون په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې، طالبان هغه کسان په کلکه ځپي چې د دوی له عقیدوي لیدلوري او مذهبي باورونو سره همنظره نه دي.
د دې بنسټ په وینا، دا وضعیت نه یوازې د افغانانو پر دیني ازادیو، بلکې پر بنسټیزو بشري حقونو هم دروند ګوزار دی.
د یاد کمېسیون مشره ویکی هارټزلر ویلي: «په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو مذهبي ازادي په افغانستان کې په بشپړ ډول ختمه کړې ده. ټول افغانان په ځانګړي ډول مذهبي اقلیتونه له جدي ګواښونو سره مخ دي؛ دوی د بدني سزا، خپلسریو نیونو او سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي.»
نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" وزارت پالیسي د یوه ځپونکي نظام بنسټونه لا پیاوړي کړي دي؛ ښځې یې له دیني او ټولنیزو چارو اېستلې او مذهبي لږکیان یې له سختو ګواښونو سره مخ کړي دي.
دغه کمېسیون د افغان کډوالو د احتمالي اخراج په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې بېرته ستنول به یې د طالبانو د انتقام اخیستونکي چلند لامل شي.
دغه کمېسیون له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي، چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي افغانان دې ومني او د خوندي اوسېدو شرایط دې ورته برابر کړي.
د کمېسیون مرستیال اصف محمود ټینګار کړی، چې د امریکا حکومت باید د افغان پناه غوښتونکو قانوني خوندیتوب ته دوام ورکړي او دوی له هېواده ونه باسي.
هغه ویلي: «باید د هغو کسانو ملاتړ وشي چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي، په ځانګړي ډول ښځې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اساسي حقونو د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.»
یاد کمېسیون څو ورځې وړاندې هم د طالبانو د "امر بالمعروف" قانون په اړه یو ځانګړی راپور خپور کړی و او په خپل کلني راپور (۲۰۲۵) کې یې سپارښتنه کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د مذهبي ازادیو د پراخو سرغړونو له امله د اندېښنې وړ هېواد وبولي.
د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون یو خپلواک دولتي بنسټ دی، چې د امریکا ولسمشر، حکومت او کانګرس ته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مذهبي ازادیو د وضعیت په اړه مشورې ورکوي او کلني څارنیز راپورونه خپروي.
د راپورونو له مخې، طالبانو په منظم ډول قومي او مذهبي اقلیتونه له دولتي خدمتونو، عمراني پروژو او بشري مرستو ته له لاسرسي محروم کړي دي.

له کونړ ولایت څخه ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تایید کړې، چې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د پاکستاني بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته په کونړ کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
سرچیني زیاتوي، چې څو شېبې وړاندې یې د ډیورنډ په کرښه پرتې مروره، سرکاڼو او دانګام ولسوالیو کې د چاودنو او الوتکو غږونه اورېدلي دي.
تر اوسه دا روښانه نه ده، چې په دې پېښه کې چا ته مرګژوبله اوښتې ده او که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بې پیلوټه الوتکو نن شپه د ننګرهار او خوست ولایتونو په یو شمېر سیمو هم بریدونه کړي، چې د لومړنیو معلومات له مخې د ماشومانو په ګډون څو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د پاکستان بې پیلوته الوتکې د شینوارو ولسوالۍ په ۲۸ ویاله سیمه کې د شاسوار په نوم د یوه کس پر کور بریدونه کړي دي.
سرچینې وایي، چې په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي او د بېړنیو روغتیایي خدماتو لپاره د غني خېلو روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خوست په سپېره ولسوالۍ کې هم سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د دې ولسوالۍ په سورکاخ کلي کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی، چې په پایله کې یې دوه تنه ماشومان وژل شوي او شپږ کسان ټپیان دي.

د امریکا د منیاپولیس ښار په یوه کاتولیک ښوونځي کې یوه وسله وال کس پر ماشومانو ډزې کړي، چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي او ۱۷تنه نور ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، بریدګر رابین ویسټمن نومېږي او شل کلن دی.
د دوی په خبره، یاد کس د کلیسا له کړکیو څخه پر هغو زدهکوونکو ډزې وکړې چې د ماس د نمانځنې پر مهال دننه ناست وو.
د راپورونو له مخې، له دغې پېښې وروسته بریدګر ځان وژنه کړې ده.
د پولیسو مشر بریان اوهارا دا پېښه د "بېرحمۍ او بزدلۍ" څرګندونه وبلله او زیاته یې کړه، چې پر بېګناه ماشومانو او د نمانځنې پر ګډونوالو برید هېڅ توجیه نه لري. وژل شوي ماشومان له ۸ تر ۱۰ کلونو عمرونه لري.
یاده پېښه د «نانسیېشن کاتولیک ښوونځي» له پیل کېدو دوه ورځې وروسته رامنځته شوې ده، دا له کلیسا سره تړلی خصوصي ابتدايي ښوونځی دی، چې نږدې ۴۰۰زدهکوونکي لري.
