طالبانو په پروان کې د تاریخي اثارو د اېستلو په تړاو د یوې پنځه کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړ

طالبانو د پروان ولایت په «هوفیان شریف» سیمه کې د تاریخي اثارو د اېستلو په تړاو د یوې پنځه کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړ.
طالبانو د پروان ولایت په «هوفیان شریف» سیمه کې د تاریخي اثارو د اېستلو په تړاو د یوې پنځه کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړ.
د پروان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شویو کسانو په یوې حویلۍ کې په پټه د ۱۵ مترو په ژوروالي او نږدې ۱۰۰ مترو په اوږدوالي تونل کېندلی و، څو تاریخي اثارو ته ورسېږي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.
د پروان ولایت د مرکز «هوفیان شریف» سیمه له درې زره کلونو ډېر تاریخي مخینه لري او هغه مهال ته ورګرځي چې یوناني قومونه په دې سیمه کې مېشت وو.
د پروان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی او د هغوی دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیریت او د اقتصادي جرمونو امریت د امنیتي پرسونل تر کار لاندې دي. ټاکل شوې ده، چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنباییوا بیا نن د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې ډاډ ورکړی.
اوتنباییوا زیاته کړې، چې د افغانستان ملي موزیم او ملي ارشیف د افغانستان د تاریخ او فرهنګ سترې پانګې دي او نړۍوال بنسټونه په ځانګړي ډول یونسکو به یې د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د تاریخي اثارو د ساتنې ټینګار په داسې حال کې کېږي، چې له کلونو راهیسې د یو شمېر کړیو له خوا تاریخي اثارو تر اېستلو وروسته ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.