تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۴۰۰زره ټنه ډېر انتقالات شوي دي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې په تېرې زمري میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۱۳زره او ۲۵۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دغه وزارت وایي، په یاده موده کې ۱۳۱۶ټنه سوداګریز مالونه چې ډېره برخه یې وچه مېوه، کاني ډبرې او د انارو جوس دي؛ صادر او ټرانزیټ شوي دي.

د دغه وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده موده کې د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۴۱۱زره او ۹۳۷ ټنه نفتي او نور توکي افغانستان ته وارد شوي دي.