د کابل– کندهار پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله ۲۵کسان مړه شوي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د سېشنبې په شپه د کابل–کندهار پر لویه لار د کابل ولایت اړوند ارغندۍ سیمه کې یو مساپر وړونکی بس له سړکه اوښتی او یوې درې ته لوېدلی چې له کبله یې ۲۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
په سیمه کې ځايي سرچینو هم د پېښې پخلی کړی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.