د ملګرو ملتونو د سولې ساتونکي ځواکونه به د ۲۰۲۶ کال تر پایه له لبنان څخه ووځي

رویټرز راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا چمتو ده، څو د پنجشنبې په ورځ د دې سازمان د سولې ساتونکو ځواکونو ماموریت د وروستي ځل لپاره تمدید کړي. د راپور له مخې، د «یونیفیل» ماموریت به د ۲۰۲۶ کال تر پایه دوام ولري او له هغې وروسته به د ځواکونو د وتلو یو کلن بهیر پیل شي.