پر کیف د روسیې پراخ بریدونه؛ لږترلږه څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د اوکراین پر پلازمېنې کیف ښار د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ټپیان دي. په وژل شویو کسانو کې یوه ۱۴کلنه ماشومه هم شامله ده.

د کیف ښاروال ویتالي کلېچکو ویلي، چې د روسیې له‌خوا په پراخو بریدونو کې دوه ماشومان هم ټپیان شوي دي. ځایي رسنۍ وایي، چې ښایي د دغه بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شي.