افغانستان او پاکستان سبا د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ کې سره مخامخ کېږي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا ماښام د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د پاکستان پر وړاندې ډګر ته ښکته کېږي. دغه سیالۍ به د شارجې په کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا ماښام د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د پاکستان پر وړاندې ډګر ته ښکته کېږي. دغه سیالۍ به د شارجې په کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
افغان لوبغاړو د سیالیو تر پیل وړاندې خپل تمرینات بشپړ کړي او د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا د لوبډلې هدف دا دی چې د راتلونکي اسیا جام لپاره غوره چمتووالی ولري.
د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د سپتمبر په اوومه نېټه د دوو غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
پاکستان تر دې دمه افغانستان سره اووه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې څلور پاکستان او درې افغانستان ګټلي دي.


د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، سږکال تر اوسه په افغانستان کې دوه او پاکستان کې ۲۱د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي. افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې دا وژونکی ویروس پکې پاتې دی.
په افغانستان کې د پولیو دغه دوه مثبتې پېښې په بادغیس او هلمند ولایتونو کې ثبت شوي.
همدارنګه، د هېواد له نهو ولایتونو څخه د پولیو ویروس چاپېریالي نمونې موندل شوي. هممهاله پاکستان کې د ۲۱ نوو پېښو راپور ورکړل شوی، چې ډېری یې د خېبر پښتونخوا په ناامنه سیمو کې دي.

کندهاریان د تېلو له لوړې بیې شکایت لري او وایي، چې د کندهار د تېلو اتحادیه په خپلسري ډول تېلو ته بیې ټاکي او د تېلو په کاروبار کې د طالب چارواکو د لاس لرولو له امله د تېلو کیفیت ټېټ شوی او په لوړه بیه یې پر خلکو پلوري.
د کندهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د تېلو د لوړو بیو څخه شکایت کړی او ویلې یې دي، چې په دغه ولایت کې د تېلو اتحادیه په خپلسري ډول د تېلو بیې لوړوي.
په کندهار کې د تېلو د یو ټرانسپورټي شرکت مسوول د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه ولایت کې د تېلو اتحادیه د ځینو طالبانو په همکارۍ په خپلسري ډول د تېلو قیمتونه لوړ کوي.
نوموړی وايي، په تېره یوه اوونۍ کې په کندهار کې د یو لیټر پټرول بیه له ۶۳ افغانۍ څخه ۷۱ افغانۍ ته لوړه شوې.
نوموړی وايي:«لومړۍ خو د تېلو کیفیت ډېر ټېټ دی، بیا نو همدا تېل هره ورځ په لیټر کې یوه افغانۍ ګرانیږي. د طالبانو د انحصاراتو ریاست او د تېلو اتحادیه یو مافیايي سیسټم جوړ کړی دی او په خپل سر د تېلو قیمتونه لوړوي. دوی نه نړیوال بازار ته ګوري او نه د ډالر او افغانۍ قیمتونه په نظر کې نیسي.»
د معلوماتو له مخې د اګسټ میاشت په ۱۳مه نېټه کندهار کې د یو لیټر تېلو بیه ۶۳ افغانۍ وه خو نن په کندهار کې د یو لیټر تېلو بیه تر ۷۱ افغانۍ لوړه شوې ده.
د جانان علیزي په نوم د کندهار ښار اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل:«د تېلو کیفیت دومره خراب دی چې حد یې نشته. موږ که تېل موټر یا موټرسایکل ته واچوو هغه خرابیږي، مجبوره یوو چې د جوړېدو لپاره یې دوه برابره پیسې مستري ته ورکړو. مخکې د تېلو کیفیت ښه و، خو اوس هم کیفیت خراب دی او هم یې قیمتونه ورځ په ورځ لوړیږي.»
له کندهار څخه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو له ایران او روسیې څخه د تېلو د وارداتو مسولیت په غاړه اخیستی او د یادو کسانو په خوښه په ازاد بازار کې تېلو ته بیې ټاکل کیږي.
طالبانو څه موده وړاندې په کندهار کې له پټرول پمپونو پرته په هټیو او ګرځنده بڼه د تېلو پلورل بند کړل چې له امله یې د تېلو سلګونه کاروباریان بیکاره شول.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا د اقتصادي ثبات او د خلکو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې، خو کندهاریان وايي، د یادو سټنډرډونو د تصویب وروسته د تېلو کیفیت ټیټ شوی او قیمتونه یې لوړ شوي دي.

د اوبو نړۍوالې اوونۍ له پای ته رسېدو سره جوخت، اروپايي ټولنې افغانستان او په ځانګړې توګه د دغه هېواد په پلازمینه کابل کې د اوبو کمښت یوه جدي اندېښنه بللې ده. یادې ټولنې ویلي، چې د اوبو کمښت د خوړو پر خوندیتوب او عامې روغتیا مستقیمه اغېزه لري.
یادې ټولنې پنجشنبه (د وږي په ۶مه نېټه) ټینګار کړی، چې د اوبو سرچینو سم مدیریت د ټولو ګډ مسوولیت دی او باید هڅه وشي چې اوبه په سمه توګه استفاده او د راتلونکو انسانانو لپاره یو دوامداره راتلونکی جوړ شي.
اروپايي ټولنې په خپل پیغام کې ټینګار کړی دی: «اوبه ژوند دی. راځئ چې د هغې لپاره کار وکړو.»
څه موده مخکې ملګري ملتونه خبرداری ورکړی و، چې تر ۲۰۳۰کاله پورې ښايي د ښار ځمکنۍ اوبه بشپړې وچې شي او له دې سره به کابل د نړۍ لومړنی عصري ښار وګرځي چې له اوبو بېبرخې کېږي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۱۴۰ افغان بندیان ازاد او افغانستان ته ستانه شوي دي. د طالبانو په وینا؛ دغه کسان له یوې تر ۷ ورځو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو.
طالبانو زیاته کړې، چې یاد کسان تر ثبت او بشري مرستو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده، چې له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ په ډېرې چټکۍ سره روانه ده.
همدا نن د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې له ایران او پاکستانه ډېری راستنېدونکي د اېستلو په بهیر کې له ناوړه چلند، توقیف او د کورنۍ له غړو جلاوالي سره مخامخ دي. د دغه بنسټ په وینا؛ ځینو یې د راستنېدو په بهیر کې خپل ملکیتونه او شتمنۍ هم له لاسه ورکړې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ چارواکي وايي، چې له ایران او پاکستانه ډېری راستنېدونکي د اېستلو په بهیر کې له ناوړه چلند، توقیف او د کورنۍ له غړو جلاوالي سره مخامخ دي. د دغه بنسټ په وینا؛ ځینو یې د راستنېدو په بهیر کې خپل ملکیتونه او شتمنۍ هم له لاسه ورکړې دي.
نوموړي سازمان پنجشنبه (د وږي ۶مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له ایران او پاکستانه تر یو مېلیون ډېر افغانان په خپله خوښه یا په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد بنسټ په وینا؛ دغه راستنېدونکي له سختو بشري ناروینونو، د سرچینو نشتوالي او ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې؛ د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۱.۴ مېلیون ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي دي. یوازې له ایرانه یو مېلیون او له پاکستانه شاوخوا ۱۵۰زره کسان د اپرېل په میاشت کې بېرته راغلي دي. د مارچ له ۲۰مې راهیسې تر ۶۰۰زره ډېر کسان ستانه شوي، چې نږدې ۳۵۰زره یې په جبري توګه اېستل شوي دي.
ورته مهال، د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. راستنېدونکو د زیاتو محدودیتونو، ځورونې او تبعیض راپور ورکړی دی. قومي او مذهبي لږکۍ، خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم له پراخ ګواښ سره مخامخ دي.
افغانستان اوسمهال د بېکارۍ، بېوزلۍ، وچکالۍ، د زلزلو او سېلابونو له امله د زیانونو په څېر له لویو ننګونو سره مخامخ دی. د کډوالو په لویه کچه اېستل د دغه هېواد پر محدودو سرچینو لوی فشار راوړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، که بېړنۍ مرستې و نهشي؛ نو د بېرته راستانهشویو کسانو ملاتړ کول به یوازې د څو نورو اوونیو لپاره شونې وي. نوموړي بنسټ له نړۍوالې ټولنې او خلکو غوښتي، چې د خوړو، روغتیايي مرستو، سرپناه، اوبو او کار په ګډون کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.