طالبان وايي هلمند کې یې له ۳۶۰ سوالګرو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه

طالبان وايي، په هلمند کې یې ۳۶۰ اړمنو، سوالګرو او بېکوره کورنیو ته نغدي مرسته ورکړې ده. دغه مرسته د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لهخوا د دغه ولایت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست په همکارۍ وېشل شوې ده.