ټرمپ، ټوني بلېر او کوشنر د غزې د جګړې په اړه ناسته وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېتانیا له پخواني لومړي وزیر ټوني بلېر او د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا له پخواني استازي جرد کوشنر سره د غزې د جګړې په اړه د سیاست جوړونې ناسته وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېتانیا له پخواني لومړي وزیر ټوني بلېر او د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا له پخواني استازي جرد کوشنر سره د غزې د جګړې په اړه د سیاست جوړونې ناسته وکړه.
د رویټرز د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ د وږي پر پنځمه وویل، په دې ناسته کې چې د امریکا د حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شوه، د خوړو د مرستو د زیاتوالي، د یرغمل شویو د کړکېچ او له جګړې وروسته د پلانونو په ګډون موضوعات وڅېړل شول.
دغه چارواکي ناسته «یوازې د سیاست جوړونې یوه غونډه» وبلله، چې ورته ناستې تر دې وړاندې هم ترسره شوې وې.
کوشنر چې د ټرمپ د لومړۍ دورې ولسمشرۍ پر مهال د منځني ختیځ په چارو کې اصلي سلاکار و او بلېر چې د عراق له جګړې وروسته کلونه په سیمهییزو مسایلو کې فعاله ونډه لرله، د ناستې له اصلي ګډونوالو څخه وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ځانګړي استازي اسټیو وېټکاف بیا له دې ناستې نه یوه ورځ مخکې له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل: «موږ د غزې لپاره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د یوې هر اړخیزې طرحې د چمتو کولو په حال کې یو، چې څرګندوي دا برنامه څومره جدي او د بشردوستانه نیت پر بنسټ ده.»
وېټکاف وویل، واشنګټن تمه لري چې د اسراییل جګړه په فلسطیني سیمو کې د روان میلادي کال تر پایه پای ته ورسېږي.