پاکستان کې بې‌ساري سېلابونه؛ تر اوسه ژغورونکو ډلو یو مېلیون کسان له خپلو سیمو اېستلي

پاکستان کې د تېرو څلورو لسیزو پرتله وروستي سېلابونه خورا خونړي او کچه یې لویه وه، چې د پنجاب ایالت د چارواکو په وینا تر اوسه یې له اغېزمنو سیمو څخه ۱ مېلیون کسان اېستلي دي. دغه چارواکي وایي، سلګونه کلي ویجاړ شوي او د غلو مهم فصلونه هم اوبو له‌منځه وړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغه ناورین د هند له لوري د بندونو د اضافه اوبو خوشې کېدو او موسمي بارانونو له کبله پراخ شوی دی. د پنجاب د ایالتي حکومت د معلوماتو له مخې؛ یوازې په دغه ایالت کې پر ۱۴زره کلیو د سېلابونو اوبه ورغلي دي.