طالبانو ایران ته د ناقانونه تګ له امله لسګونه کسان نیولي

طالبانو ویلي، چې د نمیروز ولایت په درېیو ولسوالیو کې یې لسګونه هغه افغان مسافر نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي. په نیمروز کې دطالبانو د والي رسنیز دفتر د جمعې په ورځ (د وږي ۷مه) ویلي، چې نیول شوي کسان یې بېرته خپلو ولایتونو ته انتقال کړي دي.