درې اړخیزه لوبلړۍ؛ پاکستان د لوبې پچه وګتله او لومړی توپ وهنه کوي

نن په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربهتوبه د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د افغانستان او پاکستان د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنه پرېکړه وکړه.
د راشد خان په لوبډلمشرۍ د پاکستان په وړاندې په نننۍ لوبه کې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، کریم جنت، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او فرید ملک لوبیږي.