ګوګل، د جي مېل ۲.۵ میلیارده کاروونکو ته د سایبري بریدونو په اړه جدي خبرداری ورکړ

ګوګل، خپلو شاوخوا ۲.۵ میلیارده د جي میل کاروونکو ته یو جدي خبرداری ورکړی او ترې غوښتي یې دي، چې د خپلو حسابونو پاسورډونه نوي کړي او د امنیتي تدابیرو پياوړي کولو ته پام وکړي. دا خبردارۍ وروسته له هغه ورکول کیږي، چې د هیکرانو له خوا د بریالیو نفوذونو یوه څپه تر سره شوه.