چين له برازیل او برېکس هېوادونو سره د ګډ کار اراده څرګنده کړې

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د پنجشنبې په ورځ له خپل برازيلي سيال ماورو وېيرا سره د ټلېفوني خبرو پر مهال ویلي، چې چين چمتو دی له برازيل سره همغږي پياوړې کړي او له برېکس هېوادونو سره يو ځای د يو اړخيزتوب او زورواکۍ پر وړاندې ټینګ دريځ ونيسي.

وانګ يي زياته کړه، چې چين چمتو دی له برازيل سره سټراتيژيک دوه اړخيز باور او ملاتړ پياوړی کړي او په بېلابېلو برخو کې د عملي همکارۍ ډېرېدو ته هم ورسره ژمن دی.