د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران اټومي تړون په تړاو د خبرو اترو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش د انګلستان په ګډون له یو شمېر اروپايي هېوادونو څخه غوښتي، چې د ایران د اټومي تړون په تړاو دې خبرو اترو ته کېني. هغه دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې چې فرانسې، جرمني او انګلستان پر ایران د بندیزونو لګولو لپاره ملګرو ملتونو ته ګډ لیک ولېږه.