وال‌سټریټ ژورنال: د ټرمپ اداره پلان لري چې د دفاع وزارت نوم «د جګړې وزارت» ته واړوي

د وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت اراده لري چې د یوې طرحې په وړاندې کولو سره د دغه هېواد د دفاع وزارت نوم «د جګړې وزارت» ته واړوي. دا نوم وروستی ځل په ۱۹۴۷ کال کې کارول شوی و.