په بلوچستان کې د امنیتي ګواښونو له امله پر لاریونونو او غونډو بندیز ۱۵ ورځې غځول شوی

د پاکستان د بلوچستان حکومت اعلان کړی، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې په دغه ایالت کې د ۱۵ نورو ورځو لپاره د خلکو پر غونډو، لاریونونو، وسلو ښودلو، پر موټرسایکل د دوو کسانو سپرلۍ او تورو ښیښو موټرو پر ګرځېدو بندیز لګولی دی.

دغه بندیز لومړی د اګسټ له لومړۍ نېټې تر ۱۵ مې لګول شوی و، وروسته د اګسټ تر ۳۰ نېټې وغځول شو او تازه یوځل بیا یاد بندیز تر ۱۵ نورو ورځو غځول شوی دی.