د لوېدیځې افریقا په ساحل کې د بېړۍ ډوبېدو له امله ۷۰ کسان مړه شوي

د لوېدیځې افریقا د اتلانتیک سمندر غاړې ته پروت د ګامبیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۷۰ کسان مړه شوي دي. د یاد وزارت په خبره، د کډوالو دا بېړۍ چې ۱۵۰ کسان پهکې سپاره وو، د موریتانیا په اوبو کې ډوبه شوې ده.