الحدث شبکه: د حوثيانو د دولت یوازې څلور وزیران ژوندي پاتې دي

د الحدث ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د حوثیانو پر اهدافو د اسراییل له بریدونو وروسته د یادې ډلې د کابینې یوازې څلور وزیران ژوندي پاتې دي.
د الحدث ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د حوثیانو پر اهدافو د اسراییل له بریدونو وروسته د یادې ډلې د کابینې یوازې څلور وزیران ژوندي پاتې دي.
د حوثیانو د عالي سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د حوثیانو د دولت د لومړي وزیر احمد غالب الرحوي او د یادې ډلې د څو نورو لوړپوړو چارواکو وژل کېدل تایید کړی، خو د هغوی نومونه یې افشا کړي نه دي.
الحدث راپور ورکړی، چې په وژل شویو کسانو کې د حوثیانو د حکومت د اطلاعاتو وزیر هاشم احمد شرفالدین، د پوهنې وزیر حسن عبدالله یحیی الصعدي او د کار او ټولنیزو چارو وزیر سمیر باجعاله شامل دي.
سربېره پر دې، داسې راپورونه خپاره شوي چې د بهرنیو چارو، عدلیې، ورزش او ځوانانو، برېښنا او انرژۍ وزیران، د کورنیو چارو مرستیال وزیر او همدارنګه د لومړي وزیر د دفتر مدیر محمد الکبسي وژل شوي دي.
الحدث په خپل راپور کې زیاته کړې، چې له دې بریدونو وروسته د حوثیانو یو شمېر مشران هم د صعده او عمران ولایتونو ته تښتېدلي دي.