یوازې پرون له ایران او پاکستان نه تر ۲ زره ډېرې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ وايي چې یوازې پرون (جمعه، وږي ۷مه) له ایران او پاکستان نه دوه زره او ۱۰۳ افغانې کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي. وايي، دا کورنۍ د مرستو له ترلاسه کېدو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.
د باختر خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا کورنۍ د ننګرهار تورخم، د کندهار سپين بولدک، د نيمروز ورېښمو، د هلمند بهرامچې او د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.