د خطر زنګ؛ کاذب روایتونه او کاذب غرور

په افغانستان کې د تېرو شلو، سلو، پنځه سوه او ان پنځه زره کلونو په تاریخ کې ډېر داسې کاذب روایتونه د پردیو د نفوذ، کنټرول او استفادې لپاره جوړ شوي، چې افغانان یې په خپلو کې سره ښکېل کړي دي.
په افغانستان کې د تېرو شلو، سلو، پنځه سوه او ان پنځه زره کلونو په تاریخ کې ډېر داسې کاذب روایتونه د پردیو د نفوذ، کنټرول او استفادې لپاره جوړ شوي، چې افغانان یې په خپلو کې سره ښکېل کړي دي.
دغه روایتونه په یوه خبیثه دایره بدل شوي او اوس هم د راتلونکو نیابتي جګړو لپاره ورته کاذب روایتونه جوړېږي.
په دې لیکنه کې زه یوازې د جمهوریت د تېرو شلو کلونو او د طالبانو د څلورو کلونو د واکمنۍ روایتونه په اجمالي یا کرونولوژیک ډول څېړم، څو څرګنده کړم چې جمهوریت څنګه سقوط وکړ، د سولې خبرې څنګه ناکامې شوې او دا روایتونه په کوم شکل او د چا له لوري جوړ شول.
د ولسمشر حامد کرزي او ولسمشر محمد اشرف غني په دورو کې د ایران، پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو مهمه ستراتیژي دا وه، چې د افغانستان حکومت او سیاستوال د امریکا له متحده ایالاتو سره ستراتیژیکې اړیکې ټینګې نه کړي. د همدې موخې لپاره یې داسې کاذب روایتونه جوړول چې د دواړو تر منځ بېباوري رامنځته کړي.
د دغو روایتونو د پیاوړتیا لپاره ایران او پاکستان د جهاد او کډوالۍ له وختونو څخه د خپل نفوذ په وسیله د افغانانو په بېلابېلو قشرونو کې ځانګړي کسان په نښه کړل، تر څو دغه روایتونه تقویه کړي. پاکستان د همدې موخې لپاره د ای اس ای په چوکاټ کې یوه ځانګړې تبلیغاتي اداره رامنځته کړه، چې د هغې یادونه په سټیف کول د «ډایرکټوریټ اېس» په کتاب کې شوې ده. د ای اس ای د میډیا د دغه برخې په وسیله به یې کاذب روایتونه جوړول، کنټرول او په ټولو تبلیغاتي ادارو کې نفوذ پیدا کاوه. ټولنیزو، چاپي، غږیږ او تصویري رسنیو د دغه کاذبو روایتونو په تقویه کولو کې خاص رول درلود.
د کابل ترڅنګ، هغوی د دغو روایتونو د پیاوړتیا لپاره ګڼ شمېر افغانان په پېښور، کراچۍ او کویټه کې استخدام کړل، چې د «نن ټکی اسیا» شبکه هم د همدې څانګې یوه بېلګه ده. همدارنګه پاکستان هڅه وکړه، چې د افغانستان په حکومت، رسنیو او استخباراتو کې نفوذ پیدا کړي او د دولتي دستګاه له لارې د افغانانو په وسیله دغه روایتونه په واقعیتونو بدل کړي.
د همدې کړیو او کسانو له لارې پر ملي فکر لرونکو خلکو د یوه او بل هېواد د ملاتړ یا جاسوسۍ ټاپه لګول کېده او هڅه کېده، چې هغوی په حکومت کې دنده ترسره نه کړي یا پر ضد یې دسیسې جوړې شي. دواړو ولسمشرانو له بده مرغه ونه شوای کولای، چې دغه کړۍ له خپل شاوخوا څخه لرې کړي او یا هم پرې باور ونه کړي.
د جمهوریت له قوانینو او ولسواکۍ څخه په استفادې، هغوی یو شمېر کسان وګومارل چې د سیاسي مبصرینو په توګه په رسنیو کې راڅرګندېدل، تر څو د دوی له روایتونو څخه دفاع وکړي، چې ورته "نکټایي لرونکي طالبان" ویل کېدل. له دغو کسانو ځینې اوس د طالبانو په مهمو پوسټونو کې هم کار کوي.
همدارنګه هغوی په علماوو، ملکانو او مدني ټولنو کې هم پراخ نفوذ ترلاسه کړ، څو خپل روایتونه په جوماتونو او کلیو کې پیاوړي کړي. سربېره پر دې، هغوی خپلو وفادارو کسانو ته داسې رهنمودونه برابر کړي وو چې که د حکومت له لوري ونیول شي، په تحقیقاتو کې څه ووايي او د خلاصون لپاره یې څنګه په عدلي او قضايي ادارو کې د رشوت له لارې ځانونه ازاد کړي.
له بده مرغه، د افغانستان د ملي امنیت ډېری مشران او غړي یوازې د پیسو په پیدا کولو بوخت وو. د دې پر ځای چې د بهرني نفوذ مخه ونیسي، خپل وخت یې د حکومت د غړو پر ضد د خبرو او دسیسو په جوړولو تېرولو. د ملي امنیت اداره په ټولییزه توګه دومره کمزورې وه، چې ان د کویټې یو دوکاندار د ولسمشر کرزي د دورې پر مهال د کابینې ناستې ته راوستل شو او ورته وویل شول، چې دا ملا منصور دی.
ملي امنیت ځینې نورې ناکامې پروژې هم پلي کړې، لکه د پاکستاني طالبانو د تحریک په منځ کې د نفوذ هڅه او د خیزشیانو پروژه چې د فساد یوه مهمه بېلګه وه. د دې پر ځای چې د افغانستان حکومت په دغو شبکو کې نفوذ ترلاسه کړي، پاکستان وتوانېد د همدې پروژو له لارې خپل کسان د افغانستان دننه ځای پر ځای کړي، څو ترورونه او تښتونې ترسره کړي او وروسته پړه پر حکومت واچوي.
په ننګرهار کې د ناکامورا وژنه، د انعکاس ټلوېزیون د مشر انجینر زلمي بر مته کول او ګڼ شمېر نورې جنایي پېښې همدغو د پاکستاني طالبانو پلویو کسانو ترسره کړې، چې په اصل کې د ای اېس ای غړي وو. ملي امنیت ادارې ورته د وسلو کارټونه ورکړي وو او هغوی په ډاګه له وسلو سره په کابل او نورو ولایتونو کې تګ راتګ کولای شو.
د پاکستان د رسنیو ځینو برخو تر هر څه وړاندې د افغانانو په منځ کې د سمت، ژبې، بهر مېشتو او داخل مېشتو، یو تابعته او دوه تابعته، زاړه او ځوان، ټامي او غېر ټامي او نر او ښځو په نومونو ډلې جوړې کړې او د تفرقې د اچولو لپاره یې د پارلمان په ګډون په انجیوګانو، څېړنیزو مرکزونو او دولتي ادارو کې نفوذ وموند. کله چې یوه ټولنه دومره ټوټه ټوټه شي، په هغې کې انسجام ناممکن کېږي. د ملي ګوندونو نه تقویه کېدل هم یوه لویه ستونزه وه، ځکه انفرادي سیاست نتیجه نه ورکوله او اوس هم نه ورکوي.
دا روایت چې ګواکې سیاست بد دی او احزاب باید جوړ نه شي، ځکه د احزابو له امله کودتاوې، د بهرنیانو نفوذ او داخلي جګړې زیاتې شوې، په خپله یو غلط روایت و. په همدې معنا چې دواړو ولسمشرانو د همدغو جنګي احزابو مشرانو ته زیات ارزښت ورکاوه او ډېری دولتي ټاکنې به د همدې مشرانو د خوښې او ملاتړ پر بنسټ کېدلې. په حقیقت کې یوازې د ملي احزابو د جوړېدو او پیاوړتیا مخه نیول کېده.
د پاکستان د ای اېس اې د رسنیو همدغه سیل د طالبانو لپاره هم انګېزې او روایتونه جوړ کړل. په لومړي سر کې پاکستانیانو په ټولو نړۍوالو غونډو کې ویل چې طالبان ځکه جګړه کوي، چې په حکومت کې د پښتنو ونډه کمه او د شمالي ټلوالې نفوذ زیات دی. هغوی شمالي ټلواله د هند پلوه ډله بلله او په افغانستان کې د هند نفوذ یې د ځان لپاره یو ستر ګواښ ښوده. وروسته یې ویل چې طالبان د «اشغال» پر ضد جګړه کوي، بیا یې ادعا کوله چې هغوی د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره جنګېږي. کله ناکله به یې محلي او سمتي موضوعات راولاړول او ویل به یې چې طالبان د فساد پر وړاندې جګړه کوي او داسې نورې پلمې به یې جوړولې.
د جمهوریت د سقوط نه وروسته ثابته شوله چې د طالبانو پلویانو او هم په حکومت او دولت کې چا چې زیات د پاکستان په ضد چیغې وهلې، هغوي زیات د پاکستان د استخباراتو سره اړیکې درلودې. د شمالي ټلوالې مهم او زیات کسان د پاکستان سره ښې اړیکې اوس هم لري او همدي ډلو او کسانو د حکومت د مشرانو ذهنیتونه خرابول. همدا کسان اوس هم د دواړو جمهور رئیسانو، حامد کرزي او محمد اشرف غني سره زیاتې اړیکې لري او د دوی د نږدې کسانو نه حسابیږي.
دغه سیل دا روایتونه داسې تقویه کړل چې دواړو جمهور رئيسانو ته یې دا مسله یقیني کړله چې امریکا د افغانستان نه نه وځي او دوی کولې شي هر ډول شرایط په امریکا ومني. دا پخپله یو لوی پراډوکس و. امریکا په ۲۰۰۹ل کال کې په علني توګه اعلان وکړ چې دوی په ۲۰۱۴زکال کې د افغانستان نه وځي او خپلې قواوې په تدریجي توګه کموي. د ناتو د ماموریت نوم یې هم د امنیتي قواو د حمایت په نوم بدل کړ چې یوازې به په تعلیم او تربیه او نورو حمایوي برخو کې مرسته کوي او په جنګ کې به برخه نه اخلي.
جمهور رئيس کرزي، ډاکتر محمد اشرف غني ته، د ناتو قواو نه افغان امنیتي قواو ته د امنیتي انتقال د پروسې مسوولیت هم وسپاره او دا پروسه دوی تکمیل کړله، خو بیا هم دواړو جمهور ریئسانو په ښکاره او خصوصي محافلو کې ویل چې که د امریکا پیسې کوتک هم راواخلې، دوی د افغانستان نه نه وځي.
د دوحې دفتر افتتاح شو، د امریکا سره طالبانو هوکړه لیک امضا کړ چې جمهوریت رول پکې نه ښکاریده، خو بیا هم دواړو جمهور رئيسانو دا نه منله چې امریکا به د افغانستان نه په مکمله توګه وځي. دا روایتونه د پاکستان د ای اس ای د افغان سیل د میډیا برخې ځکه تقویه کاوه چې د افغانستان حکومت غافله پاتې شي او ونشي کړې چې د امریکا د قواو نه وروسته په خپلو پښو ودریږي.
د جینوا خبرې هم پاکستان په دې ډول کنترول او د مجاهدینو نفوذ ختم کړ چې پاکستان نه غوښته چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د وتلو نه وروسته یو قوي حکومت رامنځته شي. مجاهدیتو ته یې دا کاذب غرور ورکړې و چې تاسي په خپل همت شوروي اتحاد مات کړ او د کابل حکومت او شوروي اتحاد سره باید سوله ونه کړې. مجاهدیتو ځینې مشران اوس هم ادعا کوي چې دوی شوروي اتحاد ته ماتې ورکړله خو دا نه ګوري چې دوی څنګه او چیرته تربیه کیدل، چا ورته سلاوې ورکولې، چا ورته تبلیغ کاوه او داسې نور.
یو وخت مې د اسلامي حزب مشر، ښاغلي ګلب الدین حکمتیار سره په پېښور کې مرکه کوله چې د جینوا د قرارداد په اساس به شوروي اتحاد کابل ته او غرب به مجاهدینو ته سلاوې نه ورکوي، تاسي به د جنګ امکانات د کومه کوې؟ د هغه ځواب دا و چې دوی د غنیمت په وسلو جنګیږي. ما تکرارې پوښتنه ترې وکړله، چې سټنګر مزایل، خو تاسي په غنیمت کې نه دي نیولې. هغه راته وویلې چې ریکارډینګ د ټیپ بند کړه. د ټیپ د بندولو نه وروسته یې راته وویلې چې دوی دا سټنګر د امریکا نه دي اخستلې بلکې دوی د پاکستان نه اخستلې دي. په دواړو حالاتو کې غرب د شوروي اتحاد په وړاندې جنګ کې مرسته کوله.
په دې بحث نه کوو چې د کابل حکومت هغه وخت څه اشتباوې وکړلې هغه جدا بحث دی. پایله دا شوله چې د کابل حکومت سقوط وکړ او مجاهدینو ونشو کړې چې د حکومتولې لپاره فرموله رامنځته کړي. داخلي جنګونو، د کابل او افغانستان ورانیدل او چوریدل رامنځټه شول. افغان مجاهدینو او سیاسیونو خپل اعتبار د لاسه ورکړ.
کله چې طالبان په اول ځل قدرت ونیوه، دوی دا هم خپل فعالیت د ټوپک سالارانو یا پاټکیانو د تصفیې د روایت په نوم پیل کړ او قدرت ونیوه. طالبانو ته یې بیا دا فرموله ورکړله چې څومره افغانان ځپلې شې، هغومره یې ځپې. د طالبانو په لومړۍ دوره هم افغانستان د انزوا په حالت کې و. په دغه دوره کې پاکستان د القایده، لشکر طیبه، شرقي ترکستان اسلامي حرکت، د ازبکستان اسلامي تحریک، چیچنیان، ابو سیاف، او ګڼې نورې ډلې د بیلابیلو اهدافو لپاره تربیه او حمایت کړلې. پایله یې افغانستان کې فقر نهایت اوج ته رسیدلې و. د سپتمبر یولسمې نیټې پېښه په امریکا کې رامنځته شوله. بیا یې طالبانو ته دا کاذب غرور ورکړ چې اسامه بن لادین مه ورکوي او مقاومت وکړې ځکه پاکستان په دې پوهیده چې افغانستان ته د امریکا د راتګ سره به د دوی غوا بیا لنګه شي. هماغسې وشول.
د جمهوریت د ابتدا نه پاکستان نه غوښته چې په افغانستان کې دې یو قوي او مقتدر حکومت چې په خپلو پښو ولاړ وي، د امریکا او نړۍ سره ښه روابط ولري، رامنځته شي. فرق دا و چې په دغه وخت کې امریکا او ناتو په مستقیمه توګه حضور درلود او پاکستان نشو کولې چې د هغوي په وړاندې ودریږي. بیا هم د کابل نه د طالبانو د وتلو یا د دوی په اصطلاح د تېښتې سره، د شمالي ټلوالې ګروپونه د ناتو او نړیوالو د تفاهم نه په غیر په دې بهانه کابل ته داخل شول چې د کابل امنیت ونیسي او نتیجه کې یې په قدرت قبضه وکړله چې وروسته یې زیاتې ستونځې د شمالي ټلوالې لخوا د قدرت د قیضه کیدلو له امله رامنځته شولې.
د بن د خبرو په وخت کې هغه وخت دا طرحه وه چې کابل کې به د یوه تنظیم مسلح ګروپونه هم نه وي او په اضطراري لویه جرګه کې به مداخله نه کیږي تر څو د ولس استازي په ازاده موقت حکومت وټاکي. د انتقالي دورې لپاره، د حامد کرزي نوماندیدل د ډاکټر عبدالله عبدالله، پاکستان او ایران لخوا هم د پاکستان یوه طرحه وه چې داسې کس باید راشي چې مسلح کسان ونه لري، چې بیا دوی وکړې شي چې په حکومت کې نفوذ پیدا کړي. پاکستان کې د طالبانو او القایدې د یو شمیر غړو په نیولو او امریکا ته سپارلو له امله پاکستان د امریکا سره بیا نږدې روابط تقویه کړل او د افغانستان په مسایلو کې امریکا بیا پاکستان ته اهمیت ورکاوه. په بیړنۍ لویه جرګه کې، د زلمي خلیلزاد او حامد کرزي په وسیله، پخوانۍ پادشاه، محمد ظاهر شاه نه ټاکل کیدل د دولت د مشر په توګه د همدې دسیسې یوه برخه وه.
د جمهوریت د راتګ سره، پاکستان، اسامه بن لادین او د القایده یو شمیر نورمهم غړي د طالبانو د مشرانو په شمول وساتل. د طالبانو لپاره یې بیا نوې انګیزه لکه مخکې یادونه وشوله ایجاد کړله. د سولې په خبرو کې هم هماغه د مجاهدینو او جینوا پخوانې فرموله، پاکستان په کار واچوله. طالبانو ته یې وویل چې امریکا وځي، د امریکا د وتلو سره د کابل حکومت سقوط کوي او ټول قدرت به تاسي ونیسي. په دې بحث نه کوو چې د جمهوریت دواړو مشرانو او هم طالبانو د سولې د خبرو د پيل نه تر اخره پورې څه اشتباوې کړیدي.
پایله هماغه شوله چې جمهوریت سقوط وکړ. طالبانو لکه د مجاهدینو په شان کابل په زور بیا ونیوه او دا کاذب غرور یې طالبانو ته ورکړ چې مجاهدینو یوازې شوروي اتحاد مات کړې و، تاسي اوس ټوله دنیا ماته کړیده. د طالبانو پوځي او استخباراتي چارواکو لکه فیض حمید، د علماو ډلې لکه مولاتا تقي او مولانا فضل الرحمن او نورو کابل ته تګ او راتګونه پیل کړل او طالبانو ته یې د کابل د فتحې مبارکیانې ورکولې. طالبان دا نه ګوري چې دوی کابل د چا نه فتحه کړ؟ ځکه امریکا خو وتلې وه، د دوی سره یې هوکړه لیک امضا کړې و او ډیر لږې قواوې موجودې وې. جمهوریت کې ټول کسان افغانان و او د افغانانو نه یې قدرت ونیوه نه دا چې کابل یې فتحه کړېدی.
پاکستانیانو ولې طالبانو ته دا کاذب غرور ورکړ چې دوی دنیا ماته کړیده ځکه تر څو طالبان ونه کړې شي چې په داخل کې د افغانانو سره جوړجاړې وکړي او هم د دنیا د نورو ملکونو سره د امریکا په شمول ښه روابط ایجاد کړي. له بله خوا پاکستان غواړي چې طالبان دومره د خپلو خلکو په منځ کې او هم په سیمه او نړۍ کې منفور کړي چې دوی ونه کړې شي چې یو مقتدر حکومت د ولس په خوښه جوړ کړي چې په خپلو پښو ولاړ وي او هم د دنیا سره ښه روابط ولري. پاکستاني ملایان په پاکستان کې جمهوریت او ټاکنې غواړي خو بیا د افغانستان طالبانو ته وایي چې دا ناروا دي.
له بلې خوا په پاکستان کې هم زیات طالبان دي او د پاکستان د طالبانو د تحریک هغه برخه چې د پاکستان د حکومت په ضد ده فعاله ده، نو پاکستان غواړي چې خپلو خلکو ته وښایي که تاسي د پاکستان د طالبانو حمایت وکړې نو په پاکستان کې به داسې حکومت رامنځته شي لکه په کابل کې چې دی هلته په هرڅه بندیز دی نه تعلیم شته، نه د بیان ازادي، نه ژوند او نه مشروع او قانونمند حکومت او د نړۍ په کچه د انزوا په حالت کې دی.
د دغه تاریخي شالید او کرونولوژي په رڼا کې، د ای اس ای دغه سیل یا برخه د میډیا اوس هم فعاله ده او روایتونه جوړوي. دا سیل یا میډیا برخه ډیره قوي ده ځکه د دغه برخې کسان په داخل د طالبانو، د طالبانو په مخالفینو او سیاسیونو منځ کې نفوذ او شتون لري. پاکستان اوس هم نه غواړي چې په افغانستان کې یو قوي حکومت وي. پاکستان غواړي چې د طالبانو اداره ضعیفه او هم د طالبانو مقابل سیاسي اپوزیسون بدنامه او په خپل کنترول کې ولري. مثالونه د اسلام اباد د وروستې ناستې لپاره چمتوالې و چې هر څه په ډاګه شول چې څوک د چا سره رابطه لري.
اوس خبره بیا د طالبانو په شمول ټولو افغانانو ته ده. ایا بیا غواړي چې د پاکستان د طرحو، روایتونو او فرمولو قرباني شي او یا غواړې چې د پاکستان د نفوذ نه ځآنونه خلاص کړې او په افغانستان کې مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام رامنځته شي؟
که افغانان د طالبانو په شمول سره متحد شي او په یوه واضحه عملي فرموله او تګلاره د اوس وخت د شرایطو سره برابر، توافق وکړي، بیا پاکستان او نور هیوادونه نشي کولې چې په افغانستان کې زیاته مداخله وکړي. د باثباته، مشروع او قانونمند نظام په درلودلو سره، افغانستان په هیڅ صورت کې سیمې او نړۍ ته خطر نه دی خو د طالبانو غوندې یو غیر مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام شتون، پخپله افغانانو ته او هم سیمې او نړۍ ته خطر دی. که طالبان دا وایي چې دوی پخواني کسان نه غواړي چې بیا قدرت وسپاري، دا سیمه خو باید یوه ملي پروسه د انتخاب وي چې ولس خپل واقعي استازي وټاکي او د افغانستان د راتلونکې په هکله پریکړې وکړي. م زر ما ټوله زم او د ملا نه کیږي.
زما په اند، که ټول افغانان د طالبانو په شمول، پخپله وکړې شي چې یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست پکې نه وي، رامنځته کړي، نو بیا افغانان کولې شي چې د پاکستان د نفوذ نه ځآنونه وساتي او تدریجي ثبات خواته لاړ شي.
د طالبانو مشران او پلویان باید په دغه لوبو د بل هر چا نه ښه پوه شي ځکه دوی د پاکستان د دغه څانګو او ګروپونو سره کار کړیدی او هغوي کولې شي چې ډیر ژر طالبان په هوا کړي. بیا به نه د دنیا د ماتې کاذب غرور او تکبر پاتې وي اونه به بیا ثبات په افغانستان کې. پاکستان دا کار ځکه نه کوي چې تر اوسه د طالب په ضد یې لا بل کاذب روایت نه دی جوړ کړې او تقویه کړې او که طالبان په هوا کیږي، نو دوی ته یې هم ضرر زیات دی. دا ځل به طالبان دومره په کلو او کوڅو کې خلک وډبوي لکه د ترکیې د کمال اتاترک دور پشان چې د ملا نوم به څوک اخستلې نشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملامتقي ته د سفر نه اجازه، په افغانستان کې د پاکستان د ډرونو حملې او نورې څرګندونې په همدې خاطر دي چې طالبانو قوت، تکبر او غرور نور هم مات کړي تر څو دوی خپل راتلونکې پروژې په ښه توګه عملي کړي.