طالبانو په خوست کې د محمد صدیق روهي په نامه د دوو لېسو نومونه بدل کړل

د طالبانو د پوهنې وزارت د خوست ولایت په اسماعیل خېل مندوزي ولسوالۍ کې د هلکانو او نجونو د دوو لېسو نومونه چې د محمد صدیق روهي (کاندید اکاډمیسین سر څېړونکی محمد صدیق روهي) په نوم وې، بدلې کړې.