سنډې ټایمز: ایران ممکن ۱۰۰ تنه اسراییل ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړوي

بریتانیایۍ ورځپاڼې سنډې ټایمز راپور ورکړی، چې پر اوین زندان د اسراییل له برید وروسته داسې اندیښنې شته، چې ۱۰۰ کسان ممکن اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام شي. په راپور کې د دې بندیانو په منځ کې د افغانانو شته والی نه دی یاد شوی.