په هرات کې د ۶ ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

په هرات ولایت د طالبانو تر مدیریت لاندې د هېواد له شپږو ولایتونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې. دا سیالۍ د یادې ډلې تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست له‌خوا تنظیم شوې وې او په‌کې د غزني، هلمند، نیمروز، هرات، کابل او بغلان استازو ګډون کړی.