پاکستان کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د سلګونو زرو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي

د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت اداره وايي، په سیند ایالت کې د سېلابونو د راوتلو له امله څه باندې یو نیم مېلیون کسان د بېځایه کېدو له ګواښ سره مخامخ دي، خو زیاتوي چې له ټیټو سیمو د خلکو د وېستلو لړۍ روانه ده. ورته مهال، په دغه ایالت کې د سختو سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی.