طالبان وایي، ورزشکاران دې د ورزش پر مهال خپل عورتونه پټ وساتي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه وزارت چارواکو د هېواد د ټولو ورزشي فډراسيونونو له مشرانو او استازو سره د لیدنې پر مهال له ورزشکارانو په کلکه غوښتنه وکړه چې د ورزش پر مهال دې خپل «عورتونه» پټ وساتي.

د طالبانو د دعوت او ارشاد رئیس مفتي داد محمد بریال عطایي ټینګار وکړ، چې «ټول مسوولين دې خپلو ورزشکارانو ته د ورزش پر مهال د اسلامي اصولو، عورت پټولو او لمانځه ته پام وکړي.»