پرون له ایران او پاکستانه تر ۲زره ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي

له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پر دوام؛ تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۲۵۰۶ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ډلې د تورخم له لارې ۱۵۵۰ کورنۍ، د سپين بولدک له لارې ۲۵۸، د ورېښمو پله له لارې ۹۸ او د اسلام کلا له لارې ۶۰۰ کورنۍ ستنې شوې دي.