د خیبر پښتونخوا د بنو په ننني ځانمرګي برید کې ۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د نن سهار وختي ځانمرګي برید په پایله کې ټول شپږ سرتېري وژل شوي او ۱۶ ټپيان دي. په برید کې شپږ وسله وال هم وژل شوي. دغه برید له ۱۲ ساعته جګړې وروسته پای ته رسېدلی. بریدګرو له مرکز سره له چاودېدونکو توکو ډک موټر ټکر کړی و.