د سوډان په لوېدیځ کې د ځمکې ښویېدنې له امله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي

د سوډان د خپلواکۍ غورځنګ پوځ ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د لوېديځ سوډان د مارا غرونو په یوه کلي کې د ځمکې ښویېدو له امله ۱۰۰۰ کلیوال مړه شوي او یوازې یو کس ژوندی پاتې دی.