طالبانو د پنجشېر څه باندې ۶ زره قیراطه زمرد پلورلي

طالبانو د یوې داوطلبۍ له لارې د پنجشېر ولایت ۶زره او ۴۸۵ قیراطه زمرد د ۱۰۷ زره او ۵۵۹ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

طالبانو د یوې داوطلبۍ له لارې د پنجشېر ولایت ۶زره او ۴۸۵ قیراطه زمرد د ۱۰۷ زره او ۵۵۹ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون د سې شنبه په ورځ (د وږي ۱۱مه) ویلي، چې دغه داوطلبي د کانونو د څارنې کمېټې، سیمهییزو چارواکو او خصوصي سکټور د استازو په حضور کې ترسره شوې ده.
نوموړی وایي، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي، چې لوړ کیفیت لرونکي زمرد پکې موندل کېږي او د دې ډبرو قانوني استخراج او پلور د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي و، چې دا مهال په دغه ولایت کې د زمردو کان ۲۱ نوې سيمې رامنځته شوې او کان کېندنې پکې روانې دي.
د دغه ریاست په وینا، په پنجشېر کې د زمردو شاوخوا ۶۰۰ شرکتونه رسمي جوازونه لري او په کارونو بوخت دي.


د طالبانو تر کنټرول لاندې هواپوهنې ادارې د وږي تر دوولسمې نېټې په کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان او کابل کې د ځای ځای باران او لوګر، میدان وردګ، خوست او پکتیا ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالنده برېښنا، خاورو دوړو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندي د هوا پوهنې ادارې د سې شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، کابل کې ځای ځای باران، لوګر، میدان وردک، خوست، پکتیا ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالنده برېښنا، خاورو دوړو او تېزو بادونو اټکل کیږي.
یاده اداره زیاتوي چې په سویل ختیزو، مرکزي او لویدیزو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له (۵۰ څخه تر۷۰) کیلو متره په ساعت کې اټکل کیږي.

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر د ولسي جرګې پخوانی غړی او د کوچیانو قومي مشر حیدرجان نعیمزوی یو ځل بیا زنداني شوی دی. د سرچینو په وینا، د طالبانو عدلیې وزیر پر نوموړی فشار راوړي، چې کوچیان په لوګر کې ځمکې بېرته وسپاري.
په کابل کې څو باخبره سرچینو نن سې شنبه، د وږي ۱۱مه، وویل چې د ولسي جرګې پخوانی غړی حیدر جان نعیمزوی تېره پنجشنبه د کابل نظارت خونې ته لېږل شوی او هلته زنداني دی.
د نعیمزوي د کورنۍ سرچینې هم د هغه نیول کېدل تاییدوي او وايي چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د دولتي ځمکو د غصب په نامه د کوچیانو مشران ځوروي.
دوی زیاته کړه:« دا دویم ځل دی، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر حیدرجان نعیمزوي زنداني کېږي خو تېرځل یې په وزارت کې شخصي زندان ته اچولی و، اوس د کابل په نظارت خانه کې بندي دی.»
د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، طالبانو د ولسي جرګې غړی حیدرجان نعیمزوی په ضمانت خوشې کړی و او ټینګار پرې شوی و، چې کوچیان باید ناندریزې ځمکې خالي کړي.
د ځینو کوچیانو مشرانو استلال دا دی، چې د طالبانو د عدلیې وزیر په خپل دغه چلند سره قومي دښمني پالي او د تېرو حکومتونو د مشرانو له خوا د ورکړل شويو فرمانونو پر بنسټ ځمکې غصب بولي.
نږدې دوه کال وړاندې په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت په ودانۍ کې شخصي زندان جوړ کړی دی او د ولسي جرګې پخوانی غړی حیدر جان نعیمزوی یې په دغه شخصي زندان کې زنداني کړی دی.
د طالبانو عدلیې وزیر د افغانستان انټرنشنل دې راپور ته غبرګون وښود او ویې ویل، چې عبدالحکیم شرعي د طالبانو د مشر د حکم له مخې صلاحیت لري چې د ځمکو غاصبان د لسو ورځو لپاره بندي کړي.
د یادونې وړ ده، تېر کال د کوچیانو ځینو مشرانو له افغانستان انټرنشنل سره د یولړ اسنادو په شریکولو سره وویل چې عبدالحکیم شرعي د کوچیانو د استوګنې په تړاو د پخواني ولسمشر کرزي حکمونه نه مني.
تر اوسه پورې د طالبانو عدلیې وزارت د مخکینۍ ولسي جرګې د پخواني غړي حیدرجان نعیمزوی د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د خېبر پښتونخوا د قانون وزیر د پاکستان حکومت لهخوا د افغان کډوالو اېستلو پالیسي د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي، چې دغه کار به د پاکستان او افغانستان ترمنځ کرکه نوره هم ډېره کړي.
هغه زیاته کړې، چې د پښتونخوا ایالتي حکومت به له فډرالي حکومت سره په دې برخه کې هیڅ ډول همکاري ونه کړي. د پښتونخوا د قانون وزیر افتاب عالم د ایالتي اسمبلۍ تر غونډې وروسته خبريالانو ته وویل:« موږ د فډرالي حکومت دې کار سخت خواشيني کړي یو.»
د هغه په وینا؛ په داسې حالاتو کې له پاکستانه د افغانانو اېستل نه یوازې دا چې مناسب کار نه دی، بلکې د انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.
هغه وایي:« په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله زرګونه کورنۍ ځپل شوې او غمجنې دي؛ په داسې غمجن وضعیت کې د انسانيت غوښتنه دا ده، چې موږ له خپل ګاونډي هېواد سره مرسته وکړو.»
تر دې مخکې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل غندلي و.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د اېستلو درېیمه څپه پیل شوه.

د کډوالو لپاره ګډې عملیاتي کمېټې دوشنبه په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویلي، تر ۱۰۰ ډېرو بشري سازمانونو او د نړۍوالو ستراتیژیکو حقوقي دعوو شورا د پاکستان لومړي وزیر او لویې څارنوالۍ ته د پرانیستو لیکونو په استولو له هغوی غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو نوې څپه دې ودروي.
په اعلامیه کې راغلي، د نړۍوالو ستراتیژیکو حقوقي دعوو شورا (GSLC) د بشري حقونو له ګڼو مدافعینو او سازمانونو سره یوځای د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د دغه کډوالو اېستل ودروي او د هغو کډوالو خوندیتوب دې یقیني کړي چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي.
د دغې شورا مشرې ویلي: «باید موږ پر دې حساس وخت سترګې پټې نه کړو. همدا اوس په افغانستان کې څو مېلیونه خلک د ځورونې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي؛ که چېرې دغه کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي، د طالبانو لهخوا له ګواښ سره مخ کېږي.»
د اعلامیې له مخې:« پاکستان له کلونو راهیسې د مېلیونونو افغانانو کوربهتوب کړی او خپله سخاوت یې ښودلی دی. موږ له حکومته غواړو، چې همدا دود وساتي او د افغانانو اېستل ودروي.»
په اعلامیه کې راغلي، افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی. ښځې، ماشومان، د مدني ټولنو غړي، خبریالان او مخالف سیاسيون اوس هم د طالبانو لهخوا د ځورونې او تاوتریخوالي سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت لهخوا ۱.۴ مېلیونه افغان کډوالو ته ورکړل شوی ضربالاجل تېره ورځ پای ته ورسېده او ورسره هممهاله د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د هغوی د اېستلو عملیات پيل شول.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغان پولیسو د ځانګړو ځواکونو د پخواني افسر عبدالولي نعیمي مړی د هغه له ورکېدو دوه اونۍ وروسته په کابل کې موندل شوی دی. ښاغلی نعیمي چې د پنجشېر ولایت اوسېدونکی و، (د زمري په ۲۴مه نېټه) له ایرانه کابل ته ستون شوی و.
په کابل کې سرچینو ویلي، چې نوموړی (د زمري په ۲۴مه نېټه) کابل ته ستون شو او دوه ورځې وروسته لادرکه شو. د نعیمي کورنۍ د هغه له ورکېدو نږدې دوه اونۍ وروسته د نوموړي مړی د کابل عدلي طب له ریاسته موندلی دی.
د ځايي سرچینو په وینا؛ د مړي په سر او غاړه کې د دوه ډزو نښې ښکارېدې، کیڼ لاس یې مات شوی او په بدن یې د شکنجې نښې هم لیدل کېدې. د نعیمي د مړي هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د هغه پر تندي او پزې د ټپونو نښې لیدل کېږي.
سرچینو ویلي، د هغه د لاسونو له شینوالي داسې ښکاري چې د شکنجې پر مهال د هغه لاسونه شاته تړل شوي وو. عبدالولي نعیمي واده کړی و او څلور ماشومان ترې پاتې دي.
تر اوسه طالبانو د دغه پخواني پوځي د وژل کېدو په اړه څه نهدي ویلي.
د «رواداري» په نوم د بشري حقونو سازمان شپږ میاشتنی راپور ښيي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په لومړیو شپږو میاشتو کې ناقانونه وژنې تر تېر کال ۳۰ سلنه ډېرې شوې دي.
که څه هم طالبانو د کابل تر نیولو وروسته عمومي عفوه اعلان کړه؛ خو د دغې ډلې غړو دغه ژمنه عملي نه کړه او د عفوې تر اعلان وروسته بیا تر دې دمه د پخواني حکومت سلګونه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
ایران او پاکستان سږکال تر دوه مېلیونو ډېر افغان کډوال اېستلي دي. په اېستل شویو کډوالو کې د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه هم شامل دي، چې په خپل هېواد کې له نیول کېدو، شکنجو او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.