طالبان وايي، پرون له ایران او پاکستانه تر ۱۶زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې پرون له ایران او پاکستانه ۱۶زره او ۳۳۸ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه کمېسیون په وینا؛ له دې ډلې ۱۱زره او ۳۵۱ کسان له پاکستانه او ۴زره او ۹۸۷ کډوال بیا له اېرانه ستانه شوي دي.

دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې، بهرامچې، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.