د پښتونخوا په بنو کې د وسلهوالو په برید کې ۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د فډرالي ځواک (اېف، سي) مرکز مخې ته د موټربم چاودنه شوې. په چاودنه کې درې پوځیان وژل شوي او د پېښې مسوولیت د پاکستان اتحادالمجاهدین ډلې منلی دی.

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د فډرالي ځواک (اېف، سي) مرکز مخې ته د موټربم چاودنه شوې. په چاودنه کې درې پوځیان وژل شوي او د پېښې مسوولیت د پاکستان اتحادالمجاهدین ډلې منلی دی.
د بنو پولیسو ویلي، چې نن سهار وختي لومړی د اېف سي ځواکونو د مرکز مخ ته د موټربم چاودنه وشوه او بیا درې ځانمرګي بریدګر مرکز ته ننوتل. د پولیسو په وینا؛ د موټربم په چاودنه کې دوه پوځیان ووژل شول او درېیم پوځي وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. پولیسو زیاته کړې، چې درې واړه بریدګر وژل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د قانون وزیر د پاکستان حکومت لهخوا د افغان کډوالو اېستلو پالیسي د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي، چې دغه کار به د پاکستان او افغانستان ترمنځ کرکه نوره هم ډېره کړي.
هغه زیاته کړې، چې د پښتونخوا ایالتي حکومت به له فډرالي حکومت سره په دې برخه کې هیڅ ډول همکاري ونه کړي. د پښتونخوا د قانون وزیر افتاب عالم د ایالتي اسمبلۍ تر غونډې وروسته خبريالانو ته وویل:« موږ د فډرالي حکومت دې کار سخت خواشيني کړي یو.»
د هغه په وینا؛ په داسې حالاتو کې له پاکستانه د افغانانو اېستل نه یوازې دا چې مناسب کار نه دی، بلکې د انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.
هغه وایي:« په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله زرګونه کورنۍ ځپل شوې او غمجنې دي؛ په داسې غمجن وضعیت کې د انسانيت غوښتنه دا ده، چې موږ له خپل ګاونډي هېواد سره مرسته وکړو.»
تر دې مخکې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل غندلي و.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د اېستلو درېیمه څپه پیل شوه.
د پاکستان د ګلګت بلتستان د دیامر ولسوالۍ چلاس ښار په تور سیمه کې یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې، چې له امله یې په دغه چورلکه کې سپاره پنځه کسان مړه شوي دي.
د ګلګت بلتستان ځایي حکومت ویاند فیضالله فراق وایي، چې په یاده پېښه کې د چورلکې دوه پیلوټان او درې تخنیکي کارکوونکي مړه شوي دي.
د دیامر ولسوالۍ د امنیې مرستیال قوماندان عبدالحمید د چورلکې نسکورېدو او مړینې خبره منلې او زیاته کړې یې ده، چې دغه پوځي چورلکه د امتحاني ناستې پر مهال رالوېدلې ده. ښاغلي فراق د چورلکې نسکورېدو لامل تخنيکي ستونزه یاده کړې.
دا په څو اونیو کې دویمه ورته پېښه ده؛ تر دې وړاندې په باجوړ کې هم یوه چورلکه نسکوره شوې وه چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي وو.
د چین ولسمشر شي جین پینګ د دوشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان له غړو د نړۍ د څو قطبي کېدو، ګډ نړۍوال اقتصاد او عادلانه نړۍوال مدیریت غوښتنه وکړه.
د چین ولسمشر د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو لپاره دارنګه د ۲ مېلیارډه وړیا مرسته او ۱۰ میلیارډه چینايي پيسو پور اعلان کړ. دغه ډول شي د انرژۍ، بنسټیزو پروژو، ټېکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې هم د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه.
شي د دغه سازمان غړو هېوادونو ته وویل: «د سړې جګړې ذهنيت پرېږدئ او د څو اړخیزو سوداګریزو سیسټمونو ملاتړ وکړئ.»
په دې غونډه کې تر ۲۰ ډېرو هېوادونو مشرانو برخه اخیستې وه. شنونکي وایي، چین هڅه کوي چې د امریکا په مشرۍ د نظم پر وړاندې بدیل وړاندې کړي او له هند سره خپلې اړیکې ښې کړي؛ نو ځکه مودي یې د پرمختیا په برخه کې خپل شریک وباله.
رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د راپور له مخې لیکلي، چې د ایران ملاتړو حوثي اورپکو د یکشنبې په ورځ د یمن پلازمېنه صنعا کې د ملګرو ملتونو پر دفترونو برید کړی او د دغه دفترونو ۱۱ کارکوونکي یې نیولي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، حوثيانو د خوړو نړۍوال پروګرام پر دفترونو برید کړی، د ملګرو ملتونو شتمنۍ یې ضبط کړې دي او هڅه یې کړې چې د ملګرو ملتونو نورو دفترونو ته هم ننوځي.
د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ په یوه جلا بیان کې ویلي، چې دغه ۱۱ کارکوونکي په صنعا او بندري ښار حدیده کې نیول شوي دي.
دغه برید تر هغه وروسته شوي، چې د پنجشبنې په ورځ د اسرايیل هوايي برید په پایله کې د یمن پلازمېنه صنعا کې د حوثيانو د حکومت لومړی وزیر او څو وزیران ووژل شول.
د طالبانو سوداګرۍ وزارت ویلي، د دې ډلې د سوداګرۍ وزیر په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره افغانستان ته د یاد هېواد د یوه لوړپوړي پلاوي د سفر د همغږۍ په موخه لېدلي. د ایران د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ کچې لوړولو په موخه کابل ته ځي.
طالبانو ویلي، چې د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ به ایرانی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي، سوداګریزو، کانونو او نفتو ګډه ناسته به د دوغارون پر پوله ترسره شي.
افغانستان ته د ایراني پلاوي د سفر د کره نیټې په اړه جزییات نه دې ورکول شوي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ایران له سفیر سره یې یاد هېواد ته د افغانستان د پنبې صادراتو او او پروسس د زیاتوالي، د کاني موادو او ایران د پنبې په برخه کې د افغان سوداګرو د سفر د همغږۍ په اړه هم خبرې کړې دي.