ترکیه کې د اورلګېدنې په تور پنځه افغانان نیول شوي دي

د ترکیې د کارابوک اېفلاني ولسوالۍ د سرایچک کلي یوه ځنګلي سیمه کې د اورلګېدنې په تور پنځه افغان کارګر نیول شوي دي. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه کسانو په ځنګله کې خېمه جوړه کړې وه، چې د پخلي پرمهال خیمې اور واخیست او دغه اور د ځنګل نورو برخو ته خپور شو.